پېښور کې پوليسو د افغان کډوالو په ګډون سلګونه کسان نيولي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، چنګاښ ۶، ۱۳۹۵ل): د خيبرپښتونخوا مرکز پېښور ښار کې پوليسو  د افغان کډوالو په ګډون سلګونه کسان نيولي دي.

په دغو کسانو کې له سلو زيات افغان کډوال، قبايلي اوسېدونکي او ځايي خلک شامل دي.

پوليسو پېښور ښار او شاوخوا سيمو کې د ښځينه پوليسو او پلټونکو سپيو په مرسته کور په کور تالاشۍ پيل کړي، د ناقانونه افغان کډوالو اوسېدونکو، د کرايې کور له اصولو مخالفت په ګډون په ګڼو نورو تورونو يې دغه خلک نيولي دي.

له تېرو دوو کالو راهيسې، چې د پېښور پر پوځي ښوونځي او تېر کال د چارسدې باچاخا پوهنتون له خونړيو بريدونو وروسته خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو پر ضد تاوتريخوالی زيات شوی او د همدې تاوتريخوالي له امله زرګونه افغان کورنۍ هېواد ته ستنې شوي دي.

له تېرې څه مودې راهيسې، چې پر تورخم کرښه د افغان او پاکستان حکومتونو ترمنځ شخړې راپيدا شوي، پوليسو يو ځل پېښور، کوهاټ، نوښار، مردان او نورو سيمو کې د افغانانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند پيل کړی دی.

له پېښور پرته د کوهاټ په ګڼو سيمو کې هم پوليسو لسګونه افغانان نيولي دي.

تېره پنجشنبه هم د پېښور د پوليسو مشر عباس مجيد مروت رسنيو ته ويلي و، چې په تېرو دوو اونيو کې يې نږدې ۱۲۰۰ افغان کډوال نيولي دي.

د عباس مجيد مروت په وينا پوليس يوازې هغه کډوال نيسي، چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، مګر افغان کډوال وايي، چې پوليس ګڼ داسې کسان هم نيسي، چې قانوني اسناد ولري او بيا يې د پيسو په مقابل کې پرېږدي.

د افغان کډوالو تر څنګ پوليس د باړې، وزيرستان، خيبر ايجنسۍ، باجوړ او مومندو د قبايلي خلکو پر ضد هم له تاوتريخوالي ډک چلند کوي او وخت پر وخت يې نيسي.

پېښور مېشتي افغان کډوال له افغان حکومت او ملګرو ملتونو غوښتنه کوي، چې د کډوالو وضعيت ته په کتو جدي ګامونه پورته کړي او د پوليسو له لوري د افغان کډوالو د ځورولو مخه ونيسي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
wali khan
میلمه
wali khan

سم کارکوی رادیشی څه بلا عواړی پردی وطن کی سم سوټی دی ورته واړه وی چی بیا پا منا ففستان طرف ته وم نګوری،

seyedrezabazyar
میلمه

thanks