
والي: هلمند کې د جګړې قومانده له بهرنيو ځواکونو سره ده
نن ټکی اسیا (يکشنبه، چنګاښ ۶، ۱۳۹۵ل): د هلمند والي حيات الله حيات وايي، چې په دې وروستيو کې دغه ولايت کې جګړو زور اخيستی او د طالبانو پر ضد د جګړې قومانده د بهرنيو ځواکونو په لاس کې ده.
د هلمند والي په کابل کې رسنيو ته وويل، چې د دغه ولايت په ګڼو ولسواليو کې د طالبانو بريدونه او جګړې په بې ساري توګه زياتې شوي او له همدې امله د هلمند د جګړې قومانده امريکايي ځواکونو په لاس کې اخيستې ده.
حيات الله حيات په داسې وخت کې د جګړې قومانده د بهرنيو ځواکونو په لاس کې بولي، چې تېره اونۍ د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتور رسنيو ته ويلي و، چې دوی په دفاعي حالت کې دی او مرکزي حکومت ورته يوازې د ولايت د مرکز لښکرګاه د ساتلو امر کړی دی.
ښاغلي کينتور ويلي و، چې دوی اجازه نه لري، چې له لښکرګاه د باندې په نورو سيمو کې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي او امر ورته شوی، چې بايد يوازې د لښکرګاه ساتنه وکړي.
د امنيه قوماندان په وينا طالبان هڅه کوي، چې د موسی کلا او نوزاد له لارې د هلمند مرکز لښکرګاه ته ځانونه ورسوي.
د هلمند اوسېدونکي وايي، چې طالبان د لښګرګاه څنډو ته رارسېدلي او هره ورځ دغو سيمو کې د جګړو او بريدونو له امله دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوړي.
امنيه قوماندان زياتوي، چې د دغه ولايت شمالي ولسوالۍ د طالبانو په واک دي او هڅه کوي، چې د خپل واک او ځواک سيمې نورې پراخې کړي، مګر مرکزي حکومت تر اوسه دوی ته يوازې د لښکرګاه د ساتلو امر کړی دی او د عملياتو د پراختيا اجازه يې نه ده ورکړې.
د هېواد سويل کې هلمند تر ټولو نا امنه ولايت بلل کيږي او ځايي خلک وايي، چې د دغه ولايت له څوارلس ولسواليو څخه پنځه يې په بشپړه توګه د طالبانو په واک کې دي او د پاتې نورو ولسواليو يوازې مرکزونه د حکومت په لاس کې دي.
د منځنۍ اسيا د چارو کارپوه امريکا مېشتي ليکوال او ژورناليست احمد رشيد نيويارک ټايمز ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې د افغانستان سويل کې هلمند ولايت هغه ستراتيژيکه سيمه ده، چې د هر چا په لاس کې وي، د ټول سويل د فتحې او شکست دعوه پرې کولای شي.
احمد رشيد زياتوي، چې د افغانستان سويل کې د نورو ولايتونو په ګډون د هلمند ډېره برخه د طالبانو په لاس کې ده او کولای شي، چې هر وخت هر ځای وغواړي، پر بهرنيو او کورنيو عسکرو او دولتي ودانيو بريدونه او چاودنې وکړي.
د بريتانوي عسکرو پخوانی مشر جنرال پيټروال بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې دوی فکر کاو، چې د افغانستان لپاره يې د يو شمېر معلومو نظامي دندو لپاره عسکر په کار ګمارلي، مګر اوس په زغرده اعتراف کوي، چې دوی په خپلو اټکلونو کې تېروتي وو.
جنرال وال زياتوي، چې د هلمند ولايت پوځي مسؤوليت دوی سره و، مګر دی په دې خبره اعتراف کوي، چې د افغانستان په اړه د دوی اټکلونه او يرغل په بشپړه توګه غلط و او دی په زغرده وايي، چې دوی د هلمند پوځي ماموريت کې پاتې راغلي او هيڅکله دغه دعوه نه شي کولای، چې دوی خپل مسؤوليت ترسره کړی دی.