شعـــــرونه

اختر ته! حبيب الله تراب

حبيب الله تراب

آهـونـه دي دردونـه دي زمونـږه کلی وران دی
اختره مـه را درومـه په دې کلي کې خفګان دی

کوم بلې خوا ته لاړ شه چې ستا قدر عزت وکړي
له مونږ سره غمونه دي زمونږه مل تاوان دی

په دې امید له ژوند سره راغلي یو تر اوسه
دا شپه که خدای صبا کړي دغه هیله مو ارمان دی

یتیم له موره غواړي د بابا د قبر خاورې
له تاسره عادت نه دی له ژوند څخه ستومان دی

خندا ده مهاجره د هجرت په دیار اوسي
د ځمکې په لمن کې لا تر اوسه جنګ روان دی

سپرلی مرور شوی د بلبلو نغمې نشته
ګلان شول پاڼې پاڼې په اغزو کې یې ګزران دی

د امن ښاپیرۍ له کوه قافه نه راګوري
شپیېلۍ د عشق ګونګۍ ده په دې ښار کې عمر ګران دی

زارۍ درته کوم حبیب الله تراب جانانه
په مینه راته وګوره په مینه کې جهان دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x