شعـــــرونه

رښتینی عشق: محمد هاشم ذاکر

مولوي هاشم ذاکر

وګوره رښتني عشق تر داره پوري راوستم
شکر پاکي مینې مې تر یاره پوري راوستم

ډیري توري شپې مې د وحشت په غیږ کې روڼي کړي
دغه دی شوګیر مې تر سهاره پوري راوستم

تېر یې کړم له سترو او ستومانه پړاوونو نه
جام دشهادت مې تر قراره پوري راوستم

خیر دی که دڅو ورځو ژوندون مې مرګي واخستو
هجر تر وصال او تر دیداره پوري راوستم

اې دخدای دمیني درده سل ځلي در ځار شمه
څنګه دې دحسن تر بازاره پوري راوستم

دې خوږو شيبو مې دعمرونو تنده ماته کړه
زه یې تر کوثر او تر نګاره پوري راوستم

څو د وینو پلونه مې ذاکره پر لار پریښودل
سم یې د ښکلا تر لاله زاره پوري را وستم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د ذاکر صاحب په رښتینی عشق شعر کی رښتینی حقایق نغښتی وو ، الله ج دی اجرونه ورکړی ، ماته یی ډیر خوند راکړو ، زه د شعرونو سره ډیره مینه نه لرم مګر ځینی شعرونه د هغو د نوم د وزن له مخی لولم ، کوم یو چه د رښتینی عشق شعرونه وی د حالاتو عادلانه او د حقایقو کماحقه تمثیل یی کړی وی هغه وایم ، د ذاکر صاحب د شعرونو په شان ځینی یی اموزنده او د عبرت ډکی توصیی پکی نغښتی وی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x