شعـــــرونه

غزل: نور احمد صديقي

نوراحمد صديقي

ستا لپاره چې مې څومره ډیر رب ته ویلي بیګاه
ستا لپاره مې جانانه، دومره ډیر ژړلي بیګا

زړه ته وارخطا به مې لاس وروړ مال که نشته زړه مې
مال که ستا یادونه مې له زړه نه رانه تللي بیګاه

په سجده پراته دي، مدرسه کې حافظان شهیدان
اخ د امریکې ډرون بې پیلوټه دي ویشتلي بیګاه

دلته دا وګړي څومره فقر کې اوسیږي خدایه
ملاست مې نیمه شپه په لویو لارو کې لیدلي بیګا

راشي یتیم پورته کړي له خاورو خوب کې وینمه چې
ای! سپینې جنډې کاروان په ټنډو وي تړلي بیګاه

څوک پراته به په سحده وه، څوک ولاړ به په قیام وه
ډیرو به په ګوتو کې بیا زلفې وي اوبدلي بیګاه

سترګه به لنده درپسې نکړم نور مغروره یاره
له زړه چې صدیقي ستا یادونه ټول توږلي بیګاه
نوراحمد صدیقي
1395-4-5

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x