ټولنیزه برخه

ځوانه تاته وایم!

عبدالله عزیزی

پریکړه،کوښښ اوبریالیتوب ددې ووخت له اړینه مسألو څخه شمېرل کېږي ډېری خلک دتلاش ، ،ټینک عزم اوارادې کوښښ کوي بریا لپاره کوښښ ترهرڅه اړین دی.

همدا نن دتنبلۍ له خوبه ویښ شه نوی ژوند پیل کړه دغفلت له خوبه پاڅه ترڅو دبریالیتوبه د لارې پیل دې وي

لمړنی کام دا دی هغه ازغوته چې پښه دې زخمي کوي پام ونکړې ،لاس په کارشه ته تراوسه پیاوړی ځوان یې په ژوند کې ډېر فرصتونه لرې ځان لپاره ویاړ جوړ کړه نوم دې دتلپاتې تاریخ په پاڼو کې ثبت کړه جک شه تنبلي بس ده دغفلت له خوبه ویښ شه پاڅه یوعلمي مقاله ولوله خپل دروسونه دې ولوله ویاړ دې په نوم ثبت کړه یوآزاده انسان تل  خپل تلاش ته دوام ورکوي تردې چې خپل هغه ارزښتمنو غوښتنو ته چې د ډیرو سختیو ترشا دي ورسېږي.

ولې ولاړ یې په دې پوه شه چې ټوله نړۍ په حرکت کې ده هرڅه دبدلون په حالت کې دي نو بیا ولې ته په خپله ځای غلی ولاړ یې دتېرو کلونو په پرتله دې هیڅ بدلون ندی کړی دپوهې په برخه کې دقرآن عظیم الشان هغه سورتونه چې په یادو دې زده کړې وو ولې نور پکې ندي اضافه شوي.

ورونواو خویندو بریالیتوب مو په ځان کې دننه دی دښېکڼو او نېکیو څخه وپوښتۍ دالله ج لورته دعبادت اودعوت په برخه کې چې ډېری کسان ددیني زده کړو لوړو پوهنتونو نو څخه فارغ شوي اما هغوی د دعوت اوعبادت په لارکې هیڅ فعالیت نلري هغوی هیڅ کوم اثرهم نلري .

یاخدایه!دناتوانۍ اوتنبلۍ څخه تاته پناه در وړو داپه داسې حال کې ده چې زه اوته په دین کې دسرتېري رول باید ولوبوو دکاره لویدلي کسانو څخه ونه اوسو که په هر سن اوسال کې اوسو اویا لږه پوهه هم ولرو یو یو مو په دیني وظیفه عمل وکړو.

داخولاپرېږده کله چې غواړو یومثبت رول ولوبوو ځينې خلک وايي واقع بینه اوسه په حقیقت کې دهغوی پیام دادی چې بې حرکته اوبې فعالیته اوسه اوهیڅ کار هم مه کوه

هروخت چې غواړې خپلوهیلوته ریښتینې بڼه ورکړې وایي به ریښتونی اوسه خیال پردازه مه اوسېږه .

ته کولی شې هغه کار وکړې دا زنځیرونه  وشکوه شاته یې واچوه اوپه هغه واقعیت کې ژوند وکړه چې خپله دې جوړوې

که دالله ج رضا وه یوه ورځ نه یوه ورځ به دهمدغه کوښښ دمیوې څخه هم برخمن شې .

یو سړی وه چې هرچابه دهغه د اواز په هکله خبرې کولې دیوې مړۍ ډوډۍ لپاره دکار په لټون کې وه لمړی یې په سرکونو کې ورځپاڼې پلورلې او وروسته یې دخلکو بوټونه رنکول یو وخت یې له سي ان ان تلویزیون څخه دکار اعلان ولید هلته ورغی او دصفا کار په توکه یې کارپیل کړ یوه ورځ په ژوندۍ بڼه د اخبار وړاندې کولو نطاق ناوخته کړ له همدې امله مدير صفا کار ته ورغی او غوښتنه یې ترینه وکړه ترڅو خپرونه پرمخ یوسي صفا کار په هغه ډول خپرونه پرمخ یوړه چې دټولو توجه یې ځان ته جذب کړه ټولو دپیاوړي او تجربه کار مجري فکر پرې وکړ هماغه سړی چې کلونه کلونه خلکو دهغه پر اواز خندا اوخبرې کولې اوس په کال کې میلیونونه ډالر پیدا کوي ډېر کم  د وخت واکمنان دي چې دده په یوې خپرونه  کې یې کډون نوي کړی.

خبره داده چې متأسفانه موږ خپل ‌ژوند دخلکو دخبرو پر اساس جوړوو. خوداسمه نده بلکه سمه داده چې ثابته کړوهغه رښتینولي چې ځینې خلک یې دریښتینولۍ په نوم په خلکو تحمیلوي ناسمه ده دتوانا اوبا همته انسانانو سره همغږی اوسه.

دعمر کهاله ژوند لیک ولوله هغه په لمړیو کې په ظاهریه کتابتون کې دچای تیارولو مسؤلیت پرغاړه درلود اما! دڅه وروسته دشام له پیاوړو دانشمندانو څخه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x