ادبي لیکني

طالبان څه شول؟ « لنډه کيسه»

عاکف مهاجر

سهار لمر ختلی وو. ماشوم سیپاره په لاس مسجد ته روان وو.جومات ته لانه وو رسېدلی چې خلکو منډې راوهلې، نعرې سورې یې وهلې، ځئ کورته لاړشئ، تښتئ. هرچاکوښښ کولو چې له بل نه ځان مخ ته کړي، کوچني ماشوم هم چټک چټک واړه واړه قدمونه اخیستل، ترکوره یې ځان په منډه ورسولو. مور یې ورته رامخته شوله ادریسه ولې راغلې ملا صاحب نه وو؟
ادریس په وړوکې ژبه ورته ویل مورجانې خلکو ویل ځئ کورته لاړشئ، بهر مه ودریږئ دکلي بر سرته اربکیان راغلل.

مور یې سمدلاسه احمد او عمر ته غږ کړ. احمده، عمره هله زر شه برکلي ته دې دماما کورته لاړشئ. احمد او عمر چې دیوه عمر دیارلس کاله او دبل څوارلس وو دمدرسې حافظان وو. مور یې ویریدله چې اربکیان خو په نوم دمدرسې طالب نه پریږدي، نو غوښتل یې چې زامن بر کلي ته دپلار کورته ولیږي.

احمد او عمر هم دمور دخبرې سره سم روان شول، دماما کورته نه وو رسیدلي چې کلي کې ډزې شولې جنګ شروع شولو.
احمد او عمر په منډه ځان دماما تر کور ورسولو.

جنګ کې یوطالب لګیدلی وو طالبانو خپل ملګری داحمد دوی دکور تر دروازې پیاده راوړی وو داحمد دوی دروازې سره یې سراچه موټر درولې وه، خپل ملګری یې دموټر په واسطه داحمد دوی دکور ددروازې نه نقل کړی وو؛ خو داحمد دوی دروازې سره یې څه وینه تویه شوې وه.

دغه جنګ کې درې اربکیان هم لګیدلي وو هغوی چې دخپلو ملګرو دغچ اخیستنې په هوډ کې وو نو غوښتل یې چې دطالب که هرخپل په مخ ورغلو ترې غچ به اخلي.

همدا وخت دوی داحمد دوی دروازې ته راورسیدل چې دوینو څاڅکي یې تر سترګو شول، نو سمدلاسه داحمد دوی کور ته بغیر له دروازې ټکولو ننوتل او نعرې یې کړې. څه شو طالب دادریس مور وارخطا له کوټې ورته راوته. ادریس یې هم له لاس نیولی وو په ویریدونکې لهجه یې ویل وروره دلته طالب نشته څوک ندي راغلي یواځې دایو ځوی مې ده او زه یم. اربکیانو ترې ماشوم روان کړو چې که طالب راته په ګوته نکړې داځوی به دې وو وژنو. خوارې مورکۍ یې په کلیواله لهجه چغې کړې کوران که یي طالب په جومات که راغلی وي دلته نشته اربکیانو وړو کی شپږ کلن ادریس ودرولو زربه یې کړو او ځای پرځای یې وو وژلو.

اربکیان همداسې له کور نه وو وتل په وینو سور الوان رنګ ادریس یې مورکۍ په چیغو راواخیستلو او د زړه ټوټې یې دژوند اخري سلګۍ وهلې. دګاونډیانو میرمنې راغلې او خپل خپلوان یې راټول شول.

شیبه وروسته دادریس دجنازې اعلان وشو مازدیګر درې بجې یې ادریس جان خاورو ته وسپارله. ورځ په جنګ تیره شوه صبا احمد او عمر هم کورته راغلل چې ګوري دکور شاوخوایې ګڼه ګوڼه ده، خلکو نه یې پوښتنه وکړه،  چې څه چل دی؟ خو چاهم جواب ورنکړ. کور ته ننوتل مور یې په چیغو ورته رامنډې کړلې احمده ځویه ادریس مو ولې نه بوولو ماخو ویل ماشوم ده خبره نه وم چې دا ظالمان ووړ او لوی نه ګوري دادوینو تګي دانسانانو دوینو په تویولو خپلې سینې یخوي احمد او عمر تل له وړوکي ادریس نه بې برخې شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x