شعـــــرونه

د غفران تنده

نظام کندهاری

و دربار ته دي راغلی ګنهګار يم
ذوالجلاله ستا د رحم اميدوار يم

د عمل ثمن مي نشته په تش لاس يم
ستا غفران غواړمه ربه نا قرار يم

ستمونو د جهان يم زورولی
اې غمخوره نظر وكړه خوار و زار يم

کږه غاړه مي راوړې ستا حضور ته
يو ملنګ يم پر جرمونو توبه ګار يم

که مي هر څو ځله وشړې له دره
بيا به هم راځمه تا لره ناچار يم

ستا رضاء مي د خوږمن زړګي مرهم دی
اې حبيبه پر سينه پرهار پرهار يم

د دُعا لپه مي ستا په لور نيولې
کَرَم وکړه نظام تږی د ديدار يم

نظام کندهاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x