افغانستان

هیسم: د حکومت او ولس تر منځ فاصله مخ پر زیاتېدو ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۶مه، ۱۳۹۵ل): نیکولاس هیسم وايي چې د ګډ حکومت او ولس تر منځ موجوده فاصله مخ پر زیاتېدو ښکارېږي.

نوموړی چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی دی د راتلونکو پارلماني ټاکنو په تړاو يې رسنیو ته وویل چې حکومت باید د خلکو او دولت تر منځ د فاصلې د کمولو هڅه وکړي.

هیسم وايي چې که ټاکنې پخپل وخت ترسره نه شي نو د حکومت مشروعیت به له منځه لاړ شي، خو ويې ونه ویل چې د پارلماني ټاکنو قانوني موده تېر کال وه او د پارلمان روان کال د مشروعیت پر کومه پوله ولاړ دی.

نوموړي پر حکومت او پارلمان غږ وکړ چې که په ټاکنیزو کمیسیونونو کې سمونونه رامنځته نه شي د ده په خبره پر حکومت د ولس یو څه پاتې باور به هم له منځه لاړ شي.

دغه اروپايي استازی وايي چې په ګډ حکومت کې اصلاً د خلکو غوښتنو او غږ ته کوم ارزښت نه ورکول کېږي، چې د ده په خبره د فاصلې د ډېرېدو اصلي علت دی.

هیسم په داسې حال کې د ټاکنو د ترسره کېدو او د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون خبره کوي، چې تېره ورځ د ولسي جرګې غړي او د افغان متحد ملت ګوند مشر عبدالرحیم ایوبي د حکومت مشران پر نفاق اچولو تورن کړل.

ایوبي د شمشاد تلویزون په خپرونه کې په ډاګه کړه چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د قانون لپاره په ولسي جرګه کې د اشرف غني له خوا د رد، او د عبدالله عبدالله له خوا د تایید کمپاین کېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

هیسم سمه خبره کړی ، مګر هیسم له ځانه پوښتنه نه کوی ، چه کوم حکومت ؟ هغه حکومت چه د ناوی په شان له جرمنی څخه ډولۍ کی راوړل او د برچی په زور زمونږ په مظلوم اولس په زوره وتپل شو ؟ او بیا دغه د ملی خیانت حکومت چه د جان کیری له خوا په سفارت کی د یو ارګ د پاره دوه ریسان انتساب شول او دخلکو رایوی خکندازو ته وغورځول شوی ؟ دغه حکومت چه په فساد او بی کفایتیو کی یی د نړی د لمړی درچی دطلایی مدال د ترلاسه کولو او ساتلو ویاړنه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x