افغانستان

ایوبي: له څلورو وزیرانو پرته ټوله کابینه په رشوت مقرره شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۶مه، ۱۳۹۵ل): په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی عبدالرحیم ایوبي وايي چې د ګډ حکومت له څلورو وزیرانو پرته ټوله کابینه په رشوت مقرره شوې ده.

عبدالرحیم ایوبي چې د افغان متحد ملت ګوند مشر هم دی، له شمشاد تلویزون سره په خبرو کې وویل چې له څلور وزیرانو پرته د کابینې ټولو وزیرانو پارلمان ته د تایید لپاره رشوتونه ورکړي دي.

ایوبي د ګډ حکومت پر دریځ هم نیوکه وکړه او پر دې يې ګیله ښکاره کړی چې دی له نهو میاشتو راهیسې له طلوع او ملي تلویزونونو او ازادي راډیو سره له خبرو منعه کړی دی.

عبدالرحیم ایوبي وايي چې په بارلمان کې د ګډ حکومت د ویش سره متناسب مخالفتونه هم روان دي.

نوموړي وویل چې د ټاکنیزو اصلاحاتو دقانون لپاره د اشرف غني پلویانو د دې قانون د رد او د عبدالله عبدالله پلویانو يې د تایید لپاره کمپیانونه کول.

ياده دې وي د ولسي جرګې پر غړو تر دې وړاندې هم تورونه و، چې د پیسو په بدل کې يې د ګډ حکومت ګڼ وزیران د تایید وړ بللي دي.

ولسي جرګې له امریکا سره د تړون د تایید لپاره هم رشوتونه تر لاسه کړي، چې د همدې جرګې د غړو او د تړون مخالفو وکیلانو په قول د امریکا سفارت کې ورته مېلمستیاوې شوې، پیسې ورکړل شوې او د کاري مودې د غځېدو ژمنې ورکړل شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x