
نړۍ ده په تا ښکلې
سيد الهام
آسمان،ستوري اوسپوږمۍ ده په تا ښکلې
ګله دغه خیمه ګۍ ده په تا ښکلې
چي شروع یې د اقراء په تورو شوې
دا لړۍ د بندګۍ ده په تا ښکلې
چي ته راغلې بدرنګي شوه زاره چاودې
له بدرنګ ژوند آزادۍ ده په تا ښکلې
تا نه وړې ده هر لور د ښکلا برخه
ښار،ځنګل، صحرا غوندۍ ده په تا ښکلې
صدقه دي شم شرینه ګلورینه
باغ،ګلشن،ګل او غوټۍ ده په تا ښکلې
د ملا ، غازي ، زاهد ښکلا له تا ده
طالب جان او حجره ګۍده په تا ښکلې
چي یې ستا پخوله د رب امر منلی
دا مستوره ننګیالۍ ده په تا ښکلې
نه تنها شینکی مزار،مسجد،کورونه
د غره ډ ډه کي کیږدۍ ده په تا ښکلې
د الهامه داشاهدي که شوه قبوله
جنتي دی چي نړۍ ده په تا ښکلې
2016/06/25