افغانستان

فاریاب: د اربکیانو پخپلمنځي شخړه کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، چنګاښ ۶مه، ۱۳۹۵ل): د فاریاب ځايي چارواکي وايي چې د دې ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د ځایي اربکیانو پخپلمنځي نښته کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د قیصار ولسوال رحمت الله قیصاري د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې پېښه نن تر غرمې وړاندې شاخوا لس نیمې بجې د دې ولسوالۍ په بازار کې د اربکیان د دوو ډلو تر منځ شوې ده.

د دې ولسوالۍ پخواني ولسوال محمد طارق هم رسنیو ته ويلي چې د اربکیانو تر منځ درې کسان وژل شوي او شاوخوا لس نور ټپیان دي.

دوی نه دي ويلي چې جګړه د اربکیانو تر منځ د څه شي پر سر او د کومو قومندانانو تر منځ شوې ده.

ياده دې وي د اربکیانو قومندانان ډېری وخت د پیسو او هلکانو پر سر د یوبل پر وړاندې ماشې کش کاږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x