fbpx

هغه چې د جاهليت عربي غرور يې مات کړ…

ليکوال: باهر حقپال

د جاهليت په پېر کې، د زيات فصاحت او خوږژبۍ له امله، داسي شخص چې د شاعرۍ ذوق او مينه ونه لري، يا خو بيخي نه و، او ياهم ډېر کم وو، د دوی نارينه او ښځينه، زوړ او ووړ يې هرو-مرو څه ناڅه د شاعرۍ د ښاپيريو په دام کې ښکيل وو، ته وا: له پيدايښت سره يې شاعري او خوږژبي تړلي وه، د دوی شاعري د عصري شاعري په پرتله ډېره ناشنا وه، عصري شاعري ته ورته اکتسابي او جبري نه وه بلکې عربي شاعري عمومآ في البديهه وه، ښه تر ښه شعر ويلو/ليکلو کې يې آند واند، فکر، غور او د مضمون پلټنې ته اړتيا نه پيښې ده، خپل فصاحت او قادرالکلامۍ دومره غرور او کبر وربښلي وو، چې له عربي نړۍ پرته يې د نورې نړۍ ژبې عجم) ګونګ( بللې.
پر دې سربېره فصاحت او ژبوري دومره په سر اخيستي و، چې مخکښانو عربو به خپل نوپيدا ماشومان د دايه او روزنې له پاره صحرايې تی ورکونکو مېرمنو ته په اجرت ورکول، تر څو د صحرا اب وهوا يې ماشوم ځواکمن او غښتلی لوی کړي، او ژبه يې فصيحه او روانه وګرځي؛ ځکه چې د صحريانو ژبه د ښاريانو په پرتله روانه، سوچه او خوږه وي.
ريښتيا هم که ځيني عربي اصطلاح و پلټل شي، او عربي لغت ته ځير شو ډېر توري به داسي په لاس راشي چې نوري ژبې يې په اړه ګونګې پاتي سوي، ډېر داسي توري او اصطلاح به زموږ مخي ته راشي چې نورو ژبو کې يې معادل توري نه مومو.
د بيلګي په ډول يوازي هغه اصطلاح چې د جاهليت پر مهال به عربو د ښکار متعلق کارولي، معادل يې نشو ښودلي، مثلا:
  1. کوم ښکار به چې له ښي اړخه راغی هغه ته به يې “سانح” توری کاره و.
  2. کوم ښکار به چې چپ اړخ څخه راغی هغه ته به يې “بارح” توری کاره و.
  3. کوم ښکار به چې مخامخ راغی هغه ته به يې “قعيد” کاره و.
  4. کوم ځای کې به چې ښکاري کمين نيولی وو هغه ته به يې “قره” او ښکاري به چې له ښکار کولو ناتوانه راستون شو هغه ته به يې “اخفاق” توری کاره و.
هوکې! هغه چې نه يوازي د جاهليت عربي غرور يې مات کړ، بلکې د نړۍ ټول خوږژبي ژبور يې مات او غرور يې ورته له خاورو سره خاورې کړ، ستر کتاب د اسلام د ستر پيغمبر ستره او تل ترتله معجزه “قران شريف”  يادوم.
هغه څوک يې مات کړل، څوک چې له فصاحت او خوږژبۍ سره_سره له ټولو زيات دې ته ليواله وو، چې څه رنګه د قران خپره شوې رڼا تېته او خپله ناتوانۍ پټه کړې، سره له دومره بې دريغه فصاحته هم که د دوی تر توان پوره وای، نو د سترګو د رپ تر کچې به هم نه وای تم شوي، د دې پر ځای چې سالمه معارضه او محکم دليل وړاندي کړي، خپله ناتوانۍ پر خپل عناد او خندونکيو ماشومانه خبرو پټوي،
کله وايې: سحر دی. کله وايې شعر دی. کله وايې پخواني نقلونه دي. که سحر وای! نو سحر خو لنډ مهاله کارنده وي، او بيا د وخت په تېردو خامخا د فنانيت تل ته غورځي/ له منځه ځي او قران دا دی له څه باندي څوارلس پيړۍ داسي ځليږي چې ځلا يې ورځ تر بلې لا زياتيږي او تورتمونه رڼوي.
که شعر او يا پخواني مروج نقلونه وايې! نو د شعر او درواغجنو ناولونو کې خو عربو له هرچا وړي بيا ولې له تحديدونو او ننګونو سره يې و نشو کړای، چې قران ته ورته خبرې جوړې کړې.

تحديدونه/ننګونې…

قُلْ فَأْتُوا بِكِتٰبٍ مِّنْ عِندِ اللَّهِ هُوَ أَهْدٰى مِنْهُمَآ أَتَّبِعْهُ إِن كُنتُمْ صٰدِقِينَ.
[سورت القصص: ۴۹]
[اې پېغمبره (ص)!] دوى ته ووايه: “نو تاسي د الله له لوري داسي كوم كتاب راوړئ چي له دغو دواړو څخه زيات هدايت بښونكى وي، كه تاسي رښتيني یاست، زه به د هماغه پيروي وکړم.”

بيا يې ننګونه ورته اسانه کړه، چې ټول قران نشئ راوړلای نو لس سورتونه قران ته ورته خو جوړ کړئ، الله جل جلاله وايې:

أَمْ يَقُولُونَ افْتَرٰىهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِعَشْرِ سُوَرٍ مِّثْلِهِۦ مُفْتَرَيٰتٍ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صٰدِقِينَ.
[سورت هود: ۱۳]

ايا دوى وايي چي پېغمبر دا كتاب له ځانه په درواغو جوړ کړی دى؟- ورته ووايه: “ښه كه داسي ده، نو دده په څېر لس سورتونه په درواغو جوړ کړي راوړئ او له الله څخه پرته نور چي هر څوك (ستاسي معبودان) دي، هغوى كه د مرستي لپاره رابللى شئ نو راویې بلئ كه تاسي (د دوى په معبود ګڼلو کښي) رښتيني ياست.

بيا يې نور هم سخت وننګول، چې له هرچا مرسته غوښتی شئ و یې غواړئ او قران ته ورته يو سورت جوړ کړئ.
أَمْ يَقُولُونَ افْتَرٰىهُ ۖ قُلْ فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّثْلِهِۦ وَادْعُوا مَنِ اسْتَطَعْتُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صٰدِقِينَ.
[سُوۡرَةُ یُونس : 38]

بلکي، ايا دوى وايي چي پېغمبر دا په خپله د ځانه جوړ کړيدى؟ – ورته ووايه: “كه تاسي په خپل دغه تور لګولو کښي رښتيني ياست، نو دده په څېر يو سورت تصنيف کړی راوړئ؛ او له يوه خدايه پرته چي نور هر څوك راغوښتلای شئ، د مرستي لپاره یې راوغواړئ!”

وَإِن كُنتُمْ فِى رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلٰى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِۦ وَادْعُوا شُهَدَآءَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ صٰدِقِينَ
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 23]

او كه تاسي د هغه كتاب (قرآن) په هكله شكمن ياست چي موږ خپل بنده ته نازل كړی دى، نو د هغه غوندي یوازي يو سورت راوړئ، او له الله پرته خپل (ټول) مرستيالان هم راوبلئ، كه تاسي رښتيني ياست.

کله چې سره له دومره قوته پر کلام جوړونې برلاسي نه شو او ناتوانه شول، الله جل جلاله يې ناتوانې او د قران اعجاز ورته په ډاګه کوي..
قُل لَّئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلٰىٓ أَن يَأْتُوا بِمِثْلِ هٰذَا الْقُرْءَانِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِۦ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا.
[سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 88]

ورته ووايه: “كه انسانان او پيريان ټول لاسونه يو کړي چي د دغه قُرآن غوندي د كوم شي د راوړلو هڅه وکړي، نو را به یې نه شي وړلای، كه ټول يو له بل سره مرسته هم وکړي.”

پر خپلې ناتوانۍ او د قران شريف په ځواکمنۍ د ماتې خوړليو مخالفينو اعتراف.

کله چې ټول فصيح او اورژبي عرب اديبان و ننګول شول، تر څو را مخي ته شي، د قران مجيد يو سورت يا لږ تر لږه د لسو اياتونو په څېر کلام خلکو ته واوروي،

او دا ننګول/ ننګونه به تر قيامته باقي وي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې هم يو شمير عربو شاعرانو هڅي وکړي چې قران ته ورته خبرې جوړې کړې خو هيچا ونشو کولای، حتی چې کوم شعرونه به د نامتو شاعرانو پر خانه کعبه را ځړلول شوي و، )چې اوس هم په کتابي بڼه شتون لري او په سبع المعلقة شهرت لري(، هغه يې لري کړل، بيا په تېره لوی دښمن وليد بن مغيره چې استهزاءا به يې ويل: د تعجب وړ خبره خو دا ده چې زه) وليد( او زما انډيوال ابو مسعود ثقفي سره له دې چې زه د قريشو سردار او مشري يې پر غاړه لرم او ثقفي د ثقيف قبيلې مشري لري؛ بيا هم موږ دواړه پريښوول کيږو او وحي پر محمد نازليږي؟!

يو وخت همدا وليد اعتراف کوي…  خپلو خپلوانو ته وايې: څه چې تاسو د رسول الله صلی الله عليه وسلم په حق کې وايئ، ټول له پلوه درواغ دي، هغه نه کاهن دی، نه مجنون، نه شاعر دی نه ساحر، قسم په خدای د محمد په کلام (قران) کې عجبه خوند او ذوق دی، ناشنا ښکلا او روښنايې لري، د ده د خبرو جړ بې حده زيات تازه دی او ښاخونه يې میوه دار دي.
د عتبه بن شيبه اعتراف.. کله چې د رسول الله تره حمزه رضي الله عنه ايمان راووړ او ورځ په ورځ د مسلمانانو شمیره زياتیدله، د قريشو مشرانو مشوره وکړه او له رسول الله ص سره د خبرو لپاره يې عتبه وټاکی، تر څو صلح وکړي.
عتبه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او په تقرير یې پيل وکړ، وايې: ستا په حسب ونسب کې د شرافت او قدردانۍ هیڅ شک نشته؛ خو له بده مرغه، تا زموږ تر منځ واټن پيدا کړ، زموږ د بتونو سپکه دې وکړه، پلرونه او نيکونه دې راته احمقان معرفي کړل، زه چې اوس راغلی یم څه درته ویل غواړم!
رسول الله صلی الله علیه وسلم و ویل: وايه! زه یې اورم.
عتبه و ویل: زما وراره! له دې خبرو دې هدف څه دی؟

که دې شتمني هدف وي، نو موږ ټول به دومره شتمني درته راغونډه کړو چې لوی نه لوی شتمن به دې هم سيال پاتي نشي؟
او که دې واده هدف وي، نو چې کومې مېرمنې او څومره مېرمنو سره غواړي، مونږ یې درته ودوو؟


او که مشري يا درانوی مو هدف وي، موږ دې خپل مشر ټاکو؟ او که ناروغ یاست، درملنه دې کوو؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم و ويل: ابو الوليد! (د عتبه کنيه ده) خبرې دې پوره شوي؟ عتبه ویل: هو. رسول الله و فرمايل: نه مو شتمنۍ غواړم، نه مو حکومت او سرداري… لنډه دا: هيڅ مو نه غواړم، زه د الله رسول یم، پر ما یې قران نازل کړی، او تاسو خوا ته يې پېغمبر لېږلی یم، او بيا یې د حم السجدة لومړي ۱۳ ایاتونه تلاوت کړل، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم تلاوت ختم کړ، و یې ویل: د څه دې چې اوريدل غوښتل وا دې اوریدل، اوس ورځه نور ستا خوښه.

عتبه چې خپلو ملګرو ته ورتلی، عتبه هغه عتبه نه و، ابو جهل چې عتبه ولید و یې ویل: عتبه هغه عتبه نه دی، عتبه بې دینه )!( شوی.

عتبه ملګرو ته وايې: ما د هغه کلام واوريده، قسم په خدای هغسی کلام مې هيس وخت له بل چا نه دی اوریدلی!!
نه خو هغه شعر دی، نه سحر او نه هم کهانت، هغه يو بل ډول شی دی!!

زما قومه! که مې خبره منئ نو محمد خپل کار ته پريږدئ! په الله قسم کوم کلام مې چې تري واوریده په لنډ وخت کې به جلا ستروالی ولري…

پر زړونه اغېزمنتيا او اثر يې
طفيل بن عمرو دوسي رضي الله عنه له اسلام راوړلو وړاندې هم ستر شاعر، ځيرک، هوښيار، ميلمه پال او شريف النسب و، له قريشو سره یې تړون درلود، هغه مهال چې رسول الله پر تبليغ بوخت و، مکي ته راغی، د قريشو څه کسان ورته غونډ شول او د رسول الله په هکله ورته وايې: په موږ کې يو کس پيدا شوی، ټول قوم کې يې تفرقه زيږولې، خبرې یې سحر او جادو ته ورته دي، دپلار او زوی تر منځ، د ورور او ورور، د ميړه او میرمن تر منځ بيلتون راولي، ګوره! ځان تري ساته! موږ وېره لرو هسي نه ستا او د قوم تر منځ دې شخړي را پورته شي.
طفيل رضي الله عنه وايې: قريشو دومره و ډار کړم چې غوږونو کې مې ټوټې کيښودي تر څو د رسول الله له کلام اوريدو بچ پاتې شم؛ خو دا چې انسان په خبل فطرت کې، حقيقت پسي لالهانده او پلټونکی مخلوق دی، تل هڅه کوي چې حقیقت را برسيره او واقعيتونه درک کړي او په دې ډول د پايښتي بريا او تلپاتي خوښۍ پر لور پرمختګ وکړي، په تېره بيا دا ډول انسان چې تل يې فکر تر پرمختګ او بريا پوري نښتی وي، ورته اړينه ده چې د داسي کلام چې مخالفين يې له اوریدلو وېره لري، بايد واوريدل شي او ژور غور پکې وشي، طفيل رضی الله عنه هم ځڼډ و نکړ، له ځان سره یې ويل: زه خو هوښيار سړی يم، لوی شاعر او د هيڅ خبرې ښه والی او بدوالی را څخه پټ نه دی، زه به دا کلام ضرور اورم که باوري او خوږ کلام و، منم یې، او کنه نه يې منم.
طفیل وایې: حرم ته ولاړم، رسول الله صلی الله عليه وسلم په عبادت بوخت و، له فارغيدو وروسته روان شو، زه هم ورپسي شوم، له کيناستو سره سم مې کړه: ستا قوم ستا په اړه داسي او هغسي خبرې کوي، حتی زه يې دې ته اړ کړم چې خپل غوږونه دپ کړم تر څو ستا کلام وانورم، تاسو خو ماته د خپل دين په اړه معلومات راکړئ او لږ راته پر تاسو نازل شوی کلام واوروئ! رسول الله ص ورته اسلام وړاندي کړ او سورت اخلاص او معوذتين يې ورته واورول. طفیل له اوریدو سره سم کړل: قسم په خدای له قران مجید مې ښکلی کلام او له اسلام څخه زیات معتدل دين، مې نه دی ليدلی او هماغه مهال مسلمان شو.
همدا ډول ابن الدغنه چې ابوبکر الصديق رضي الله عنه له پاره له مشرکينو پناه وغوښته هغوی پنا ورکړه خو تړون يې وکړ چې ابوبکر به په لوړ غږ تلاوت نه کوي، او په خپله به مشرکينو اعتراف کاو چې: به لوړغږ د قران تلاوت موږ ته تاوان رسوي، پر دې سربيره موږ پر خبلو مېرمنو او ماشومانو وېرېږو چې د قران په اوريدل به مسلمانانې شې.
همدا ډول د عمربن الخطاب رضي الله عنه د اسلام راوړلو حقيقي سبب که هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم دعا ده، خو ظاهري سبب يې قران ده. او…..
هغه چې يوه جمله يې کولی شي ژوند بدل کړي…
ذ
لسم کال د بعثت د شوال اخري لسيزه کې چې کله رسول الله صلی الله عليه وسلم له طايف څخه پرهارژلی او له ډول_ډول کړاوونو ګاللو وروسته بېرته ناهيلی راستون شو، پر لاره د عتبه او شيبه د بڼ د ونې سيوري ته تم او دم اخيستو له پاره کښيناست، مبارک لاسونه يې لپه کړل، اشرف المخلوقات، ستر خالق ته په زاريو و، ویل يې: اللهم اليک أشکوا ضعف قوتي وقلة حليتي و… که له يوې خوا مستجاب الدعوات دی له بلې خوا مظلوم، مسافر او فرديسی دی.

الله جل جلاله يې دعا قبوله کړه، له ټولو سرسخت دښمن عتبه او شيبه خپل غلام (عداس) را غواړي، په کاسه کې د انګورو اوښکالي ور کوي او ورته وايې: دا هغه له ونې لاندي ناست سړي ته ور وړه! او ورته وا: هرو_مرو څه ناڅه تري وخوره.
عداس هم د بادار د حکم پرځای کولو په پار انګور راوړل او رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې مخي ته کړل.

رسول الله صلی الله علیه وسلم بسم الله الرحمن الرحيم ويلو وروسته په خوراک پيل وکړ.

عداس د جملې (بسم الله) ښکلا هېښ کړ، اوريدو سره سم یې لوړه وکړه او ويې ويل: په الله قسم دا ډول ښکلی او زړه راښکونکی کلام مې دلته له هيچا نه دی اوريدلی؟!

رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل: ته د کوم ځای اوسيدونکی يې؟ او دين دې څه دی؟
عداس: زه د موصل د نينوی سيمې اوسيدونکی او دین مې نصرانيت دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم و ويل: دهغې نينوی یاست، چرته چې د الله جل جلاله نيک بنده يونس بن متی عليه السلام اوسيدلی؟

عداس و ويل: تاسو د يونس په اړه څه علم لرئ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و ویل: هغه نبي وو، زه هم نبي یم.
عداس د رسول الله تندی مبارک لاسونه او پښې ښکل کړل او کړه يې: أشهد أنک عبدالله ورسوله.

[ابن سیدالناس عيون الاثر: ټوک ۱ / مخ ۱۳۴ ]
[سيرت ابن هشام: ۱/۱۴۶]

پورته واقعه کې د عداس د اسلام راوړلو لامل د قران د يوې جملې (بسم الله) اوريدل و، چې د عداس ژوند يې له کفر څخه اسلام ته بدل کړ، وروستی خبرو يې تر منځ تعارف راوستی او بس.
پای: قران شريف داسي کتاب دی چې جلا ډول کلام او ځانګړی خوند او ذوق لري، تر دې چې ټول عرب يې فصاحت، بلاغت او ځانګړي خواک ته مات او پر خپلې ناتوانۍ معترف شول، او دا دی څوارلس پيړۍ تېرې شوې خو څوک ونه توانيدل چې مقابل يې وکړای شي.
هوکې! قران شريف دی چې د فصاحت او بلاغت نړۍ يې ماته کړه.
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حقپال صاحب، الله ج دی اجرونه درکړی ، ستاسی د حق لیکنه چه د قران ، اسلام او حضرت محمد ص په اړه مو لیکلی وه تر دی ډیر زیات خوند راکړو چه خپله ژړا می کنترول نه کړی شوه ، هغه وختونه راته ( چه تاسی یی په اړه څه ناڅه لیکلی وو ) مجسم شول ، ما ویل چه په اسلام مشرفیدل د الله ج د ټولو نعمتو حتی تر روغتیا هم مخکی دی . علت یی هم دا چه که مونږ خپل انفرادی ، کورنی او نور ټولنیز ژوند د اسلامی اصولو او مقرارتو له مخی عیار… نور لوستل »

باهر حقپال
میلمه
باهر حقپال

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته. قدرمن او محترم استاد بيانزی صاحب! الله جل جلاله مو په علم قلم او ژوند برکت کړه، د پخوا په څېر له تبصرې مې دې ډېر څه زده کړل، خوښ شوم چې يوځل مو بيا د انټرنټ په ډګر کې پپدا کړئ، تقريبا له دوو کالو را په دېخوا يا خو فيسبوک او ټويټر کې نه ياست او يا ما نه يئ پيدا کړي، که کوم ادرس لرئ هيله ده راته يې وليکه چې يو ځل بيا ستاسو د ملګرتيا وپاړ تر لاسه کړم. مننه کوم چې وخت مو راکړ او پر ګټورې تبصرې مو… نور لوستل »