روژه د تاریخ په پاڼو کې

د روژې یوویشتمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

لیکوال: شفیق احمدریان

بسم الله والحمدالله

د ایتلافیانو په وړاندي د روسي ماتي:

د روژي په ۲۱ ورځ په ۱۲۷۱ هـ ق کال کي چي د ۱۸۵۵ میلادي کال د جنوري د میاشتي له ۷ تاریخ سره سمون  روسانو د فرانسي، انګلیس او عثمانیانو له متحد ځواک سره په جګړه کي سخته ماتي وخوړله، دا جګړه چي د سیفاستوبول له کلا سره پيښه  شوله او د القرم په نوم یادیږي  د روسانو تر ۲۰زره زیات فوځيان پکي ووژل شول، د یادولو وړ ده چي سیفاستوبول قلعه دا مهال د اوکراین د هیواد برخه ده .

د سویس د کانال کیندل :

د روژي په ۲۱ ورځ په ۱۲۷۵ هـ ق کال چي ۱۸۵۰ میلادي کال د اپریل د میاشتي له ۲۴ تاریخ سره سمون خوري د سویس د کانال کیندل پیل شول، ددي کانال په واسطه د مدیتراني سمندر او سره بحیره سره وصل شول. د سویس کانال د کیندلو کار په ۱۰ کال او شپږ میاشتي کي بشپړ شو، د کانال په کیندلو کي  ۶۰ زره کاریګرو کار کاوو ، د کانال طول تقریبا ۱۹۲ کلومتره دی.

د نوموتي عالم او دعوتګر عزت ابراهیم وفات :

د روژي په ۲۱ ورځ په ۱۴۰۸ هـ کال کي چي د ۱۹۸۳ میلادي کال د جولای د میاشتي له ۲ تاریخ سره سمون خوري د شلمي پیړۍ مشهور عالم او دعوتګر عزت ابراهیم له دنیا څخه سترګي پټي کړلي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx