شعـــــرونه

پاچا غوږ ونيسه! جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

تر څو چي دلته دغه سوله ساتي وي باچا
تر هغو به زمونږه خولګۍ ماتي وي باچا

کوه په هدیرو او ړنګو کلیو بادشاهي
موږ ځو در نه وطن دي درته پاتي وي باچا

کوو در نه په جار او ښه په نره بغاوت
تر کومه چي دي څنګ کي دا بد ذاتي وي باچا

پرېږده یې! خیر دی تاته دي وي دا دنیا جنت
پرېږه یې! چې زموږ مېنې میراتي وي باچا

زموږ به وي په دوه جهانه سپین مخونه تور
که موږ به درته کړې ننواتي وي باچا

چي څومره د ولس او ستا تر منځه فاصله وي
همدغومره به ستونزې درته زیاتي وي باچا

ښکاره دې په نادودو “خدرخېل” کړ زاره چاودی
چي پټې به لا نورې کیسې *څاتي* وي باچا !؟

ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۵/۳/۲۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x