دیني، سیرت او تاریخ

د انسان لپاره شیطاني دامونه – پنځم زنځیر

عبدالمالک روحاني

تر څلورم زنځیر هم تیرسوې، پنځم زنځیر ته راسه.
ایا اوس لا هم دشیطان کار پاته دی؟
– ویل: کافر سه، تا ویل: نه!
– ویل: الله ته شریک ونیسه، تا ویل: نه!
– د کبیره ګناوو مرتکب سه، تا ویل: نه!
– صغیره ګناوي تر سره کړه، تا ویل: نه، له هغو څخه د خلاصیدو لپاره توبه او استغفار وایم.

دغه وه، نور نو څه شي پاته دي؟
نه تر اوسه نور زنځیرونه هم پاته دي،
پر پنځم زنځیر درته وایي: وخت دي عبث او ضایع کړه.!
دا ولي!؟ ځکه اصلًا ته ګناوي نه کوې، نو چي ګناه ونه کړې په څه شي مشغوله کیږې؟
معلومه خبره ده په طاعت او عبادت، خو شیطان نه غواړي چي ته عابد او طائع انسان سې. نو د طاعت او عبادت د منع کولو لپاره ښه لار داده چي “وخت” دي عبث تېر کړې. مثال: په تلوېزیون کي خو فلمونه نه وینې، نو وایي د”سپورټ “یا حیواناتو چینل ونیسه یا “ګېمونه” راوړه یا “ورقي” کوه یا په تلیفون مشغوله اوسه، یا کمپیوټر ته كښینه لوبي په کوه، یا تل بې ګټي او بې معنا مجلسونه کوه، دا ټوله او د دې امثال هغه شیان دي چي ستا وخت در ضایع کوي.
شیطان هم دا غواړي، ځکه ته هغه څوک یې چي ګناوي نه کوې او که بیا چیري یو وخت ګناه در څخه پېښه سي، پر هغه توبه کاږې او استغفار وایې.
او شیطان غواړي چي بیا هم جنت ته نه سې ولاړ،
– نو وایي څه وکړه؟
– وخت دي ضایع کړه او دا هغه زنځیر دی چي شیطان ډیر معقول انسانان پکښي راګیر کړي دي.

ښه که بیا هم له هغه کسانو څخه سوې چې وخت دي هم نه ضایع کاوه او شیطان ته دي وویل: نه وخت هم نه ضایع کوم، بلکې خپل ټول وخت په سم مهال وېش سره وېشم؛ نو د شیطان له دې زنځیر څخه هم خلاص سوې.

د شیطان د زنځیر پنځمه کړۍ هم وشلیدل!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x