دیني، سیرت او تاریخ

په روژه کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم حال او کړني

د عبدالمالک همت ليکنه

په هرڅه کي په تېره په روژه کي موږ ته د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم سنن، معمولات او کړني د ډېرو ښو لارښوونو حيثيت لري، لوی څښتن جل جلاله فرمايي:

﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا[الاحزاب:۳۳:۲۱]

ژباړه: (ای مومنانو!) حقيقت دادی چي تاسي ته په رسول الله (صلی الله علیه وسلم او د هغه په ويناوو، کړنو او احوالو کي ډېره ښه نمونه ده، هر هغه څوک په رسول الله پسي اقتدا کوي چي د الله او د آخرت د ورځي هيله من وي او (په هرحال کي) د الله یادونه (ذکر، استغفار او شکر) ډېره کوي.

لکه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احاديثو او سيرت له کتابونو څخه څرګنديږي، د هغه مبارک حال په روژه کي د نورو مياشتو غوندي نه وو. په دې مبارکه مياشت کي د هغه د کړنو مهال وېش ټول له طاعتونو، عبادتونو او له هغو کارونو څخه ډک وو چي لوی څښتن ته د نژدې کېدو لامل باله سي. دا له دې امله وو چي هغه پوهېدی چي لوی څښتن سبحانه دې مياشتي ته د کال پرنورومياشتو فضيلت او برتري ورکړې ده. او رسول صلی الله علیه وسلم سره د دې چي سپېڅلی پیغمبر وو، خو بيا يې هم د لوی څښتن په عبادت کي زښت زيات کوښښ کاوه. موږ به دلته د روژې په مياشت کي د هغه د کړندود او سيرت په هکله څه يادوني وکړو څو موږ وهڅوي چي په هغه پسي لاښه اقتدا وکړو .

لومړی : د قرآن کريم ډېر تلاوت او هغه ته د هغه صلی الله علیه وسلم مراجعه:

رسول الله صلی الله عليه وسلم به هر کال په روژه کي قرآن ته په بشپړه توګه د جبرائيل سره مراجعه کوله. او د ژوند په وروستي کال کي يې دوه ځله مراجعه ورته وکړه.

دوهم: مسلمانانو ته د هغه صلی الله عليه وسلم له خوا د روژې د آدابو ښوونه:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دې سره مینه درلوده چي نصیحت يې د حال احوالو سره مناسبت ولري، ځکه به يې نو مسلمانانو ته د روژې حقيقت او آداب په ډېره ښه توګه ښوول. له دې امله د هغه صلی الله علیه وسلم په يو شمېر احاديثو کي د روژې او ښو اخلاقو د ټينګ ارتباط په اړه ټينګار سوی دی. لکه چي فرمايي: څوک چي درواغ او په هغو باندي کړنه پرې نه ږدي، نو لوی څښتن يې د خوراک او څښاک پرېښوولو ته څه  اړتيا نه لري.

درېيم: له غالمغال او ناوړو خبرو منع کول:

رسول الله صلی الله عليه وسلم به خلک په روژه کي له ناوړو خبرو، غالمغال کولو، ښکنځلو او د ښکنځلو له جواب ورکولو څخه منع کول او خلکو ته يې امر کاوه چي که څوک ښکنځل ورته وکړي ورته ودي وايي چي: زما روژه ده.

څلورم: په روژه ماتي تلوار او په پېشلمي کي ځنډ:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په روژه کي په روزه مات او د ماښام په لمانځه کي تلوار کاوه، خو پېشلمی به يې ځنډاوه او روژه به يې په لږ څه تازه يا وچه خرما يا اوبو ماتول او د روژې ماتولو پرمهال به يې د دې او هغي دنيا د خير دعا کول.

پنځم: د رسول الله صلی الله عليه وسلم سخا:

رسول الله صلی الله عليه وسلم تر ټولو خلکو سخي او په لاس کي خلاص وو، او څه چې به يې به لاس کي وه ښندل به يې او په روژه کي به يې ډېره ښندنه او خيراتونه کول. د سهل بن سعد په صحيح حديث کي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يوې ښځي کالي ورواوبدل، نو څنګه چي هغه اړتيا ورته درلوده، نو وايې غوستل. کله چي اصحابو ته ور ووت يوه سړي ورته وويل: دا څومره ښکلي کالي دي داماته راکړه. نورو صحابه وو سړی منع کړ، خو رسول صلی الله علیه وسلم ورکړل. هيله ده دا کالي زما کفن سی، نو هماغسي هم وسول دغه کالي يې د دغه سړي کفن کړ.

شپږم: د مېرمنو سره ساتېری:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په روژه کي خپلي مېرمني ښکلولې او له کوروالۍ پرته يې ساده سات هم ورسره تېراوه. سپین ږيرو ته يې هم د دې کار اجازه ورکول، خو ځوانان يې ځني منع کول.

شپږم: له جنابت څخه غسل:

رسول الله صلی الله عليه وسلم به د خپلي مېرمنی سره کوروالي کړې وه او په دې حال کي به پر سهار سو، نو هغه به سهار غسل وکړ او روژه به يې نيولې وه.

اووم: پر سر اوبه اچول:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په روژه کي پر سر اوبه اچولې او په پزه او خوله به يې هم لغړولې، خو په پزه او خوله کي د اوبو په لغړولو کي له مبالغې څخه يې اصحاب منع کول.

اتم : تراويح:

رسول الله صلی الله عليه وسلم اصحابوته درې شپې په جماعت تراويح ور کړي دي، خو له دې امله چي پر امت يې فرض نه سي مداومت يې پر پرېښود. او نور به يې د تراوو کولو ته هڅول او ويل به يې : څوک چي په روژه کي په ايمان او احتساب(په ايمان لرلو او ثواب غوښتني) سره تراويح وکړي، مخکنی ګناوي به يې وبخښل سي. خو په ټيګه يې د هغو د کولو امر نه دی ورته کړی.

نهم : د شپې عبادت:

رسول الله به سروکال د شپې د لوی څښتن عبادت ته پاڅېدی، په تېره په روژه کي به يې بېخي ډېر عبادت کاوه او ډېر اوږد لمونځ به يې کاوه او تر لمانځه دمخه به يې مسواک استعمالاوه.

لسم : اعتکاف:

رسول الله صلی الله عليه وسلم به د روژې په وروستۍ لسيزه کي اعتکاف ته لوېدی او داکاريې د ژوند ترپايه کړی دی. يو وار يې په روژه کي اعتکاف ونه کړ، خو بيا يې د کوچني اختر(شوال) په مياشت کي د هغه قضا راوړه. د اعتکاف لپاره يې امر کاوه چي په مسجد کي کوچنۍ خېمه ورته ودروي. هغه په اعتکاف کي دا دعا ډېره کول:” اللهُمَّ إِنَّكَ عَفُوّ تُحِبُّ الْعَفْوَ، فَاعْفُ عَنِّي “.

يوولسم: د روژې په وروستۍ لسيزه کي شپې روڼول:

کله چي به د روژې وروستۍ لسيزه سوه ، رسول الله صلی الله عليه وسلم به شپې روڼولې، خپل کوروالا به يې هم راويښ کړل او ډېر او پر له پسې عبادت او د خدای یاد (ذکر) ته به يې ملاوتړل.

دوولسم: د ليلة القدر سره مينه:

رسول الله صلی الله عليه وسلم به د لیلة القدر د موندلو سره ډېره علاقه درلوده او د روژې په وروستۍ لسيزه کي به یې د شپې له خوا لټول او نورو ته به يې هم د هغې د لټولو امر کاوه.

ديارلسم: د سرسايې په ورکولو امر کول:

رسول الله صلی الله عليه وسلم به د روژې د سرسايې (صدقة الفطر) په ورکولو (د هغې د ورکولوپه خپل وخت کي) امر کاوه.

څوارلسم:  عيدګاه ته پر پښو تلل:

رسول الله صلی الله علیه وسلم به د اختر د لمانځه د اداکولو لپاره مصلی(عيدګاه) ته پرپښو(پلی) تلی او خلکو ته به يې د اختر لمونځ ورکاوه او خطبه به يې ويل. او عيدګاه ته به د ده د مخکني عادت سره سم پر يوه لار تی او پر بله به ځني راتلی.

پنځلسم: غزا:

رسول الله صلی الله علیه وسلم د نورو خلکو په خلاف چي د روژې له امله کسل او سست سي، په دې مياشت کي د نورو مياشتو په پرتله زيات تکړه او فعال وو، هغه به دا مياشت د ډېرو سختو کارونو د ترسره کولو مياشت ګڼل. رسول الله صلی الله عليه وسلم د دوهم هجري کال د روژې پر ۲۵ مه د بدرالکبری د هغي ستري او تاريخي غزا مشري پر غاړه اخيستې وه چي د اسلام او مسلمانانو په ستر بري او خير تمامه سوه او بله لويه او پرتمينه غزا يې هم د مکې د فتحي وه چي د اتم هجري کال په روژه کي پر کفر باندي د اسلام په ستر بري منتج سوه.

شپاړسم: سفر:

رسول الله صلی الله عليه وسلم به په سفر کي کله روژه نيول او کله به يې ماتول او اصحابو کرامو ته به يې هم په سفر کي د روژې د نيولو يا ماتولو اختيار ورکاوه. خو د دښمن سره د مقابلې لپاره به يې اصحابو ته د دې لپاره چي غښتلي واوسي د روژې د ماتولو امر کاوه او په دغسي حالت کي به يې د اصحابو روژه ښه نه ګڼل.

پای.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x