
غزل: سيف الله وصال
سيف الله وصال
ژوندون مې سوځي د حيا څادر هم اور اخيستی
د محبت او د وفا څادر هم اور اخيستی
زړونو کې نشته اوس څه ځای د محبت او الفت
قتل قتال دی بې ګناه څادر هم اور اخيستی
د حق غوښتل دار ته ختل دي څه اسانه نه دي
بشر دوستي؟ د ژوند بقاء څادر هم اور اخيستی
سنبل، ګلاب او غاټول پاڼې پاڼې ورژېدل
بهار ټپي دی د ښکلا څادر هم اور اخيستی
عدل انصاف، قضاء باطله شوه مزه يې لاړه
څوک خوندي نه دی د هرچا څادر هم اور اخيستی
چينار ټوټې ګودر کنډر منګی دی دړې وړې
مازديګر څه چې د سبا څادر هم اور اخيستی
د وحشتو تيارې په زړونو واکمني کوي اوس
بريښنا بريښنا او د رڼا څادر هم اور اخيستی
سيف الله ختم شو د مينې او الفت وختونه
وصال شهيد دی د اشنا څادر هم اور اخيستی