fbpx

مشرانو جرګه: حکومت پاکستان سره د ډيورينډ کرښې په شپږ نقطو کې د تاسيساتو پر جوړولو هوکړه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۷، ۱۳۹۵ل): مشرانو جرګې د افغانستان او پاکستان وروستي تاوتخریخوالي په اړه په خپله بحث کې ويلي، چې ګډ حکومت د يورينډ کرښې په اوږدو پر شپږو ستراتيژيکو نقطو کې هوکړه کړې، چې پاکستان کولای شي، په کې خپل تاسيسات جوړ  کړي.

د روانې مياشتو په لومړيو کې، د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وروسته له هغې جګړې وشوې، چې پاکستاني پوځیانو د تورخم په صفري نقطه کې ازغن تار او دروازه لګول پيل کړل.

دغې جګړې درې ورځ په وقفه‌يي شکل دوام وکړ، دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله هم واوښته او په څلورمه ورځ تورخم کې د سرحدي ځواکونو مشر وويل، چې مرکزي حکومت ورته امر کړی، چې نور دې پاکستان سره جګړې نه کوي.

هغه مهال اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال هم ويلي و، چې تېر ډيسمبر کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ هوکړه شوې وه، چې د سرحدي ماموريت د تړون له مخې به پاکستان د ډيورينډ کرښې په سل مترۍ خپل تاسيسات جوړوي، مګر پاکستان له ياد تړون څخه په سرغړونه په ۳۵مترۍ کې دغه تاسيسات پيل کړي دي.

تېره اونۍ د افغانستان بهرنيو چارو وزارت هم ومنله، چې پاکستان د ډيورينډ کرښې په اوږدو کې خپل تاسيسات د  «SOP» يا سرحدي مديريت د تړون له مخې کوي، مګر پر پاکستان يې تور لګولی و، چې له دوه اړخيزې ژمنې په سرغړونه دغه تاسيسات د سل مترۍ پر ځای په پنځه دېرش مترۍ کې جوړوي او همدغه تاسيسات د داړو هېوادونو د شخړې لامل شو.

مشرانو جرګې په خپل بحث کې د افغانستان او پاکستان پر دې تړون اندېښنه څرګنده کړې او په دې اړه يې يو پلاوړ ټاکلی، چې د تورخم پر کرښه د پاکستان له لوري د نوو تاسيساتو د جوړو څېړنه وکړي.

مشرانو جرګې دا هم ويلي، چې په دې تړون کې د ډيورينډ کرښې ته پوله ويل شوي، په داسې حال کې، چې تورخم کرښه د دواړو لوريو ولسونو لپاره د منلو وړ نه ده او حکومت هڅه کوي، چې له دې لارې پر ولس د ډيورينډ کرښه ومني.

د سياسي چارو شنونکو او ټولنيزو شبکو فعالانو د افغان حکومت پر دې پرېکړه سختې نيوکې کړي او دا يې له خپل ولس، هېواد او تاريخ سره «جفا» بللې ده.

د کابل پوهنتون استاد او د سياسی چارو شنونکي ډاکتر فيض محمد ځلاند ليکلي، چې حکومتي مشرانو د خپل هېواد مېړني ځوانان پر پاکستان ووژل، هېڅ لوړپوي چارواکي يې په جنازه او فاتحه کې ګډون ونه کړ او بالاخره يې د هغوی له «وينو سره خيانت هم وکړ.»

ښاغلي ځلاند زياته کړې، که په دغه جګړه کې د اشرف غني، عبدالله او اتمر زامن وژل شوي وای، نو دوی به داسې پرېکړه هېڅکله نه وای کړې.

پېښور مېشتي ژورنالېست فاروق فراق په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې د تورخم پر پوله د پاکستاني پوځيانو له لوري د نوو تاسيساتو او دروازې جوړولو کوم کارونه روان ووو، درې برخې کار يې پوره شوی او د نوور هڅو کارونه روان دي.

ښاغلي فراق تېره ورځ خيبر تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د ډيورينډ کرښه دواړو لوريو ولسونو ته د منلو وړ نه ده او هېڅکله به يې ومني.

پاکستاني ژورنالېست حامد مير په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د تورخم کړکېچ د لنډ مهال لپاره کرار شو، مګر «زه دا اندېښنه لرم، چې راتلونکو وختونو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې اړه نورې شخړې هم پيدا شي.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د