افغانستان

د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ مذاکرات «ناکام» شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۷، ۱۳۹۵ل):  دګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ښاخ په خپله رسمي ويب پاڼه کې ليکلي، چې د حزب اسلامي او ملي وحدت حکومت ترمنځ د تېرو څو مياشتو روانې خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې او ناکامې شوې.

له تېرو څو ورځو راهيسې، د ګډ حکومت چارواکو داسې اوازې خپرې کړې، چې ګواکې د حزب اسلامي له لوري د سولې په اړه نوي شرطونه وړاندې شوي، مګر شهادت ويبپاڼې ليکلي، چې دوی د سولې په اړه هېڅ نوي شرطونه نه دي وړاندې کړي په تېرو څو مياشتو کې د حکومت له لوري د سولې په تړون کې له شلو زيات بدلونونه راغلي او په مقابل کې يې له حزب اسلامي له اندازې زيات انعطاف او نرمي ښودلې ده.

شهادت ويبپاڼه زياتوي، چې حزب له حکومت څخه وزارتونه نه دي غوښتي، د بهرنيو ځواکونو بېړني وتل يې هم نه دي غوښتي او د ملي وحدت نامشروع حکومت د له منځه وړلو او د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه يې هم نه ده کړې.

د شهادت په وينا حزب اسلامي ته يوازې دومره امتيازات ورکړل شوي، چې بنديان به يې راخوشې کېږي، د مهاجرينو لپاره دې اسانتياوې برابرېشي او د ملګرو ملتونو له تور ليست څخه دې د حزب د مشرانو نومونه لرې کړای شي.

حزب اسلامي وايي، چې حکومت له دوی غوښتنه کړې، چې د امريکا او حکومت ترمنځ امنيتي تړون دې تاييد کړي، دې سره دې مخالفت نه کوي، حکومت ټينګار کړی، چې امنيتي تړون د دوی لپاره سره کرښه ده او د امنيتي تړون له منلو پرته دوی مذاکرات نه کوي.

شهادت د حزب او حکومت د مذاکراتو مادې يو په بل پسې ذکر کړي او وايي، چې د حزب استازو له حکومتي چارواکو غوښتي، چې د ملي وحدت حکومت پر ځای دې دغه تړون له جمهوري اسلامي حکومت سره شي؛ ځکه چې د ملي وحدت حکومت بقا نه لري او دا غوښتنه هم حکومت ته د منلو وړ نه وه.

حکومت له حزب اسلامي غوښتي، چې د جان کيري ويش ته درناوی وکړي او په حکومت کې د خپلو اتباعو د ګډون لپاره حکومت ته ليست ورکړي، چې د ولسمشر او اجراييه رييس په توافق به دوی ته دندې ورکول کيږي.

ګډ حکومت د ټاکنو کميسيون کې هم د حزب ونډه رد کړې او ورته يې ويلي، چې دوی يوازې د مشورې رول لرلای شي او بس.

حزب اسلامي وايي، که سوله يوازې په تنازل، انعطاف او نرمۍ راتله، نو د حزب او حکومت مذاکرات به اوس بريالي وو.

شهادت ويبپاڼې ليکلي، چې سوله په خوارۍ او سوال نه راځي او حزب په دې اړه يوه بله تجربه هم وازمويله او دې پايلې ته ورسېد، حکومت په ځانګړې توګه اجراييه رياست د سولې مخالف دی او د سولې خبرو د ناکامۍ ټوله پړه پر ډاکټر عبدالله او د هغه پر ټيم اچوي.

د ليکنې په پای حقپال، چې د حزب سرچينو له قوله په خپله انجينر ګلبدين حکمتيار دی، د کابل ښار او شاوخوا سيمو خلکو څخه يې غوښتنه کړې، چې د سولې مخالفينو پسې دې راپورته شي، سپين بيرغونه دې په لاس کې ونيسي، د سولې مخالفو چارواکو ماڼۍ او ادارې دې محاصره کړي او د خپل ولس منل شوی حق سوله دې ترې په زور واخلي.

حقپال وايي، که يوازې د کابل او شاخوا سيمو خلک د څو ورځو لپاره د سولې ضد چارواکو او د هغوی د بهرنيو بادارانو ادارې او ودانۍ محاصره کړي، نو کولای شي، چې په لنډو ورځو کې خپل حق ترلاسه او د سولې مخالفين رسوا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امام الدین ساپي

قدرمنولوستونکو په سلامونوموهرکلی کوم زه دحزب اسلامی په هکله  څه لیکل نه غواړم خودی ته ورته دوه بیلګی ستاسومخ ته ږدم. کله چی عبدالرحمن څرک په افغان ملت ګوندکی لږڅه دقدرت خاونداوانورالحق احدي دګوند غړی شوونواخدی صیب لوی ارمان درلود چی په مکروریانوکی دوه کوټي ولری نودافغان ملت ګوند  یی په کڅوړه کی واچاوه  اودخرڅ  لپاره یی دببرک کارمل،ډاکترنجیب اورب وهلی ربانی  پوری وازمائیل خوهغوی دټیپرو په بیه هم اخستلوته تیارنه شول اودډیرومیرمنوپه طلاق اونکاح په پای کی یی دپیرصیب په کورنئ کی دهیلوڅراغ روښانه شوو.اوس په حزبي سلامی هم کټ مټ دانورالحق اخدی پیښه وشوه کولای شی په بل… نور لوستل »

حنيف

قال الله تعالى: ولن ترضى عنك اليهود ولا النصارى حتى تتبع ملتهم قل إن هدى الله هو الهدى ولئن اتبعت أهواءهم بعد الذي جاءك من العلم ما لك من الله من ولي ولا نصير [البقرة: 120].

خالد

امام الدين صافي ته سلام
تا حزب إسلامي پسې ښه په خلاص مټ تبلیغات کړي چې همغې ستاسو اصلي څېره بربن‌‌‌‌‌‌‌ډه کړه او ان شاء الله د قیامت په ورځ به یې پاداش هم وګورئ، افغانان ویده نه دي، ويښ دي، تاسو څاري او ستاسې سایټ هم، د هر انسان څېره د هغه تشرېح کوي، تا او لوی رب، خپله کورنۍ دې د حکمتیار صاحب دروند خاندان سره مقایسه کړه، او فیصله کې ځان سره انصاف خپله به درته معلومات وشي. حزب اسلام لپاره له یو ‌‌‌‌‌‌ډول قربانۍ هم ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه و نه کړه او تاسو په خپل تعصب.

الحاج استاذ بیانزی

ساپی صاحب السلام علیکم ! داسی نه ده چه ویل کیږی ، سوله هغه څوک کوی چه جنګ کی وی ، حزب اسلامی له اوله په جنګ کی نه وو ، که وو د طالبانو سره جنګ کی وو چه له امله یی ټول مجاهدین د امارت سره یوځای شول ، غلامانو او بادارنو ورته اربکی مجاهدین واک کی ورکړل ، د هغو له وسلو او معاشو یی غلا کوله ، اولس په لوی لاس د طالبانو سره ملګری شو ، اربکی ملیشو ورته د ګټو په ځای تاوان وکړو ، اربکی ملیشی یی دمحلی پولیسو سره یو ځای کړی… نور لوستل »

abdulghafoor mama

د پښتنو قاتل ، په خپله دپاکستان مزدور ګلبيدين په وازه خوله په کراتو رسنيو ته دکا بل حکومت نامشروع او مزدور خطاب کړۍ او اوس خپله په لوڅو پښوو ورروان دی.د نوروبهرنيو هيوادونو مزدوری ښه ده نه دی پاکستان

wali khan

بس الله دی رحم وکړی هرسړی دهغی سیند په مدحه نه مړیږی کوم نه چی اوبه څکی ،ځکه چی دسیند مرداروالی نوم او وچیدل دملا تړکونکی دمرادریی یا مرګ سبب کیدای شی.

امام الدین ساپي

وعليکم سلام قدرمن بیانزی صیب په دی هیله چی دکورنئ سره روغ اوجوړ اوسئ.
بیانزی صیب ستاسوفرموده بالکل په ځای اوپه منطق ولاړه ده خودعابه ورته وکړو چی الله ج دی ورته هدایت وکړي خوددي سره جوخت ښاغلی خالد صیب دومره ویل غواړم چی په ښاغلی حکمتیارصیب می نه لوریږی چی په اخرت کی دالله ج حضورته سرکوزي ولاړوی اوددی فانی دنیادصلیبیانودچوپړاودخپلوهغو وروڼو چی دخپلی خاوری،ناموس،دین او اولس لپاره قربانۍ ورکړی دی جواب ورکړئ شی .
بیاهم که ستاسوخواء په درنه شوی ده نوزه خپله پیرزوینه تربیرته اخلم.
په پښتنی درنښت
الحاج امام الدین ساپي

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x