fbpx

د روژې طبي ګټې «نولسمه  برخه»

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

په قرانکریم کې د ابراهیم علیه سلام نوم په دوه ډوله املاء راغلی دی (ابراهیم، ابراهم)، په دې (۱۴۰۰) کاله کې د یوه توري پر ځای بل توری نه دی راغلی او نه یې هم څوک د بدلولو توان لرلی شي، چې دا پخپله د قرانکریم پر حقانیت او اعجاز دلالت کوي او دا هم په یاد وساته چې قرآن کریم به د الله جل جلاله په مدد له نزول څخه تر قیامته پورې په اصلي بڼه کې وساتل شي اوهیڅ ډول توپیر او ټکر به په کې پیدا نشي.

قاری صاحب ته مې وکتل او ورته می وویل چې اوس مې پوره تسلي وشوه، خو څو اجنبی پوښتنی در څخه  نورې هم کوم:

اول دا چې دلته له تاسو سره په دفتر کې د پوره سکون او آرام احساس کوم، چې دا ولې؟

قاری صاحب: دا خو د مسلمانانو مرکز او مسجد دی، هرهغه ځای چې د خدای کور وی او د خدای جل جلاله د دین خدمت پکښې کېږي؛ هلته به ضرور سکون وي او د دې خبرې تصدیق زموږ خوږ پېغمبرصلی الله علیه وسلم هم کړی دی چې فرمايي:

احب البلاد الی الله مساجدها۔

الله جل جلا له ته تر ټولو خوښ ځایونه جوماتونه دي.

فاطمه: ايا مسلمانان د رسنيو په اند رښتیا ظالمان او بې رحمه دي او اسلام په زور او جبر خپرېږي؟

قاری صاحب: نه هیڅکله نه! دا د عیسایی نړۍ هغه پرو پاګند او د کرکې تور رنګ دی چې اسلامي نړۍ پرې بد ناموي؛ ځکه تاسو دلته په لویځ کې کوم مسلمان د خلکو د مسلمانیدو او یا هم د اسلام د خپرېدو لپاره بې ګناه خلک وژلي دي؟ یا دلته اسلام چا په زور خپور کړی؟! یادا چې دا اوسنۍ د اسلام شغلې چې خپرېږي، دا زور او ظلم دی؟ دا چې امریکا او نور متحدین يې په عراق او افغانستان کې بې ګناه خلک وژني، آیا دا انصاف او عدل دی؟ آیا دا وحشت او بربریت نه دی چې په میلیونو انسانان د دوی په لاسونو ووژل شول او وژل کېږي، د امن او سولې نه پوره برخمن هیوادونه یې بې ثباته او له تورو خاورو سره خاورې کړل، مسلمانې مېرمنې بې کوره، سرتورې او بې عفته شوې؟ او د اکثرو اسلامي هیوادونو سوله يې په جنګ بدله کړه،  د خلکو د خندا بدیل یې ژړا کړه او د ټولنې د ترقۍ لپاره هره وسیله لکه تعلیم، اقتصاد، سیاسی ثبات او داسې نورې ډېرې ملي شتمنۍ یې اضمحلال کړې؟ او هغه څوک چې پخپلو هیوادونو کې د دې اشغالګرو پرضد جنګیږي، دا د هغوی حق دی او موږ مسلمانان د ځمکې پر مخ زړه سواندي، میلمه پاله او د ښو اخلاقو څښتنان یوو؛ دا ځکه چې زموږ خوږ پېغمبر صلی الله علیه وسلم  موږ ته فرمایي:

لا یرحم الله من، لایرحم الناس.

الله جل جلا له هغه چا ته د رحمت په نظر نه ګوري، چې څوک په خلکو رحم نه کوي.

اسلام د سولې، رحم،  مینې او د ټولنې د هرې ناروغۍ یواځني درمل دي.

قاری صاحب ته مې  د تائید لپاره وویل چې هو!!! دا منم چې د امریکا جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش پر افغانستان او عراق باندې له حملو کولو نه مخکې، په واتیکان کې له پاپ سره دوه ساعته غونډه درلوده او بیا د واتیکان له لورې موږ ته دا حکم وشو چې تاسې  صدر بوش ته په کلیساوو کې دعاوې وکړئ او پاپ پخپله هم ورته دعاوې کولې.  دا ټولو امریکایانو ته جوته ده چې ټولې عیسایی نړۍ دې جنګ ته د صلیبی جنګونو سرلیک ورکړ او پخپله صدر بوش هم په لومړی ځل د صلیبی جنګ او جګړې اعلان وکړ.

له ښاغلی قاری صاحب سره زما مجلس ډېر ښکلی او په زړه پوری ؤ، ټولې خبرې یې رښتينې او زما په زړه کې یې ځای پیدا کړ. بیا یې یو جلد قرانکریم، یو جلد د عباداتو کتاب او یو جلد بل کتاب چې د روژې په هکله ښکلي معلومات په کې درج شوي وو، د تحفې په توګه راکړل، بیا مې له ځان سره لومړۍ دا فیصله وکړه، چې اول به روژه نیسم، خپله ناروغې به ګورم چې روژه پرې اثر کوي او که نه، بعد له هغه به اسلام راوړم. همدغسی وشوو؛ د یوې روژې په نیولو سره مې څه حالت بدل شو، خو بل لور ته روژه نیول زما لپاره یو ناشونی کار ؤ او ملګرو به راته ویل: دا بې عقلي ده، چې ځان دې هسې وږی او تږی کړی دی، ما به یواځې په مُسکا سره ورته ځواب ورکاوه او بس. لومړۍ روژه مې تر خپل وخت مخکې ماته کړه، یعنې لمر لا خپله سترګه نه وه پټه کړې چې ما روژه ماته کړه، حال دا چې تر دې مهاله لا مسلمانه شوې نه وم؛ پوره درې ورځې وروسته د روژې نیولو سره عادي شومه، هره ورځ به مې فشار کتلو، په پنځلس ورځو کې می فشار خپل عادي حالت ته راغی او د درملو خوراک مې پريښوده، چې دا زما د زړ ځانګړی ارمان او لویه هیله وه چې را ته په لاس راغلل. روژه نیول مې د اسلام مطابق جاری وساتله، د پوره یوې میاشتې روژې نیولو نه وروسته تر پخوا ځوانه، روښانه، دماغ مې تازه او د خوښۍ احساس څښتنه شوم، بیا نو دا را ته ثابته شوه چې واقعا اسلام د حق دین دی او په هرعبادت، امر او نهې کې یې له شک پرته ډېرې ګټې شتون لري.

د قاري صاحب له ملاقات نه، یوه میاشت او لس ورځ ورسته مې د اسلام د مبارک دین د قبولوهوډ وکړ او له قاري صاحب سره په تماس کې شوم، چې هغه د جمعې مبارکه ورځ راته وټاکله او د ده د لارښونې مطابق، د جمعې په ورځ سهار ورغلم چې هلته یوه غونډه هم جوړه شوې وه، چې لومړی په کې څه تقریرونه وشول او په آخر کې ما ته بلنه راکړل شوه، چې د خپلې ناروغۍ او د هغې د درملنې په اړه خبرې وکړم، چې زما د ناروغۍ لپاره یواځینۍ درملنه روژه وه  او بیا مې د قاری صاحب له لورې د شهادتینو کلمه واوریده او لله الحمد د اسلام په مبارک دین مشرفه شوم.

نور بیا…

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د