fbpx

په کوټ کې د داعش د ځپلو او که بیا راژوندي کولو عملیات ؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه

له تیرو دریو وروځو راهیسې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش او دولتي ځواکونو ترمنځ د خونړیو نښتو خبرونه ډیر په آب وتاب سره خپریږي.

د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره په کوټ کې میشتو دولتي ځواکونو خبر ورکړ چې داعشي جګړه مارو په یادې ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بریدونه کړې ، د برید په ترڅ کې یې په لس ګونه ولسي خلګ چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم دي وژلي ، او یو شمیر نور يي له ځانه سره ژوندي بیولي.

ښايي د هیواد په تیر۳۸ کلن ناورین کې دا لومړی ځل وي چې د وسله والو لخوا د جګړې له ځایه د ښځو د نیول کیدو او له ځان سره بیولو خبر ورکول کیږي.

په افغاني ټولنې کې د میرمنو او ماشومانو بیول څه عادي خبر نه ده .

ممکن په جګړه کې د متخاصمولوریو ترمنځ په سلګونو نارینه مړه ، ژوبل او یاهم ژوندي ونیول شي خو د جګړې په په ډګر کې د یوې ښځې قصدي وژنه او یاهم له ځان سره بیول د جګړي په ګرمولو کې د سلګونو کسانو تر وژنې او نیونې هم منفي اثر لري.

د کوټ په جګړه کې دهغې د ګرمولو او تشهیر لپاره دولتي ځواکونو د داعشیانو په لاس د کلیوالو میرمنو د یرغمل کولو خبرونه رسنیزکړل.

د میرمنو او ماشومانو د یرغمل کولو له آوازې څخه اصلي هدف د جګړې ګرمول او داعش تشهیرول و؛ ځکه د کوټ خلګ چې غیرتي پښتانه دی حتما به د دغې آوازي په اوریدو سره د داعشي جګړه مارو پرخلاف په متقابل اقدام لاس پوري کوي چې له امله به يې تر ډیرو پوري په کوټ او همجواره سیمو کې جګړې دوام کوي او د داعش نوم به طبعا ورسره ژوندی ساتل کیږي.

خو دا چې په ننګرهار کې دولتي اداره ، ملي اردو ، ملي پاڅون وال او نور امنیتي ارګانونه فعالیت لري او بیاچې د هغو په شتون کې داعشي جګړه ماران داکولای شي چې د ولسي خلګو پر وژلو او نیولو سر بیره د هغوی میرمنې او ماشومان هم یرغمل کړي دا خبر په حقیقت کې د ننګرهار ادارې ته یوشرموونکی خبر و چې هغوی يي په حقیقت پوه او پرون شخصا د ننګرهار والي او امنیه قومندان د رسمي څرګندونو په ترڅ کې هغه بیرته تکذیب کړ.

خو یاودو چارواکو بیاهم په سیمه کې د داعش د بي شمیره جګړه مارو د شتون ترڅنګ د هغوی په خلاف د پوځي عملیاتو تر سره کول خپل مکلفیت وباله.

که حقیقت ته وکتل شي په کوټ ولسوالۍ کې نه داعش په هغومره قوت شتون لري لکه دولتي چارواکي چې یې د تشهیرولو کمپاین کوي او نه دولتي ځواکونه هلته هغومره توان لري چې په یوه ورځ دي ۱۳۱ تنه داعشیان ووژني.

اصلي خبره په یادې سیمې کې د داعش د بیا راژوندي کولو او د هغوي لپاره کمپاین کولو ده چې شخصا په دولت پوري تړلیو ځانګړیو حلقاتو لخوا په مخ وړل کیږي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ښه شو ، دا خبره بی له دی چه زه ورباندی څه ولیکم ، په ډاګه شوه ، د داعشیانو سره جګړه هم هماغه د پاکستان سره د ډراماتیکو جګړو ته ورته جګړی دی ، چه د خلکو پام د کابل اداری له فساد او بی کفایتۍ بلی خوا ته واړوی چه د ع او غ ملی حکومت خو مونږ له ګاونډیانو ساتی ، د فساد او بی کفایتیو سره غیرت او شهامت هم لری ، او په څنګ کی به دا د افغانستان د خپلواکی تمثیل هم وکړی ، چه مونږ اشغال نه یو ، په داسی حال کی… نور لوستل »

wali khan
میلمه
wali khan

بس استا د محترم الله دی رحم وکړی، بس یو خوا ډانګ او بل خوا پړانګ دی ولس بیچاره وژل کیږی ، بی کوره کیږی بندی کیږی ، سرک، مکتب یی الوځول کیږی. ځنی نور بیا داسی تحلیل کوی، کله چی امریکا په افغانستا ن حمله وکړه نو لسو ورځو په موده کی ټول افغانستا ن دطا لبانو څخه پا ک شو چی په هغی وخت کی نه اوردو وه نه عسکر او چا کر ولی دورځی په تیریدو سره هر ورځ طا لب قوی کیږی ولایتونه، ولسوالی نیسی دینه معلومیږی چی لوبه دواړه طرف ته امریکا ګرمه ساتی اوس… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

چی تر څو مسلمانان سره متحد شوی نه وی او یا حد اقل دکفارو دملګرتیا څخه بیزاری نه وی کړی نو همدا حال به روان وی مسلمانان تراوسه خپل دوست او دښمن نه دی پیژندلی هر دول ته ګدیږی که اربکی دی که اردو پولیس یا دافغان فوج یا دپاکستان یا دنورو په نوم اسلامی فوجونه چی عملا دننی شیطانی او دجالی کفری لخکرو ملا تړی او مظلوم مسلمانان خزی او ماشومان دطیارو دبمونو لاندی او دزندان تورو پنجرو شاته اچوی او ددجالی مطبوعاتو او میدیا له لیاری حق باطل او باطل حق معرفی کوی او بعضی جاهل صفته خلک… نور لوستل »

wali khan
میلمه
wali khan

عبد الله صا حب الله دی مسلمانان سره متفق کړی. مسلمان به څنګه متفق شی، یو مولی صا حب د رسول الله په ممبر نا ست ایت یو ګروه کا فر ګڼی بل مولوی صا حب په ایت اوخدیث بل کا فر ګڼی. الله دی مونګ ته ښه عا لمان په نصیب کړی، نه مولیان،یهودو داسی چا لونه شروع کړی چی مسلمانه په مسلمان وژنی. الله وایی چی تا سو به کفارو با ندی زړه مه سو ځوی خپلو کی سره رحم وکړی، نن مونګ کفار بریښی خپلو کی شدید یو زړه خوږی نلرو. بس داسی یو حا لت کی… نور لوستل »