په کوټ کې د داعش د ځپلو او که بیا راژوندي کولو عملیات ؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه

له تیرو دریو وروځو راهیسې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش او دولتي ځواکونو ترمنځ د خونړیو نښتو خبرونه ډیر په آب وتاب سره خپریږي.

د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره په کوټ کې میشتو دولتي ځواکونو خبر ورکړ چې داعشي جګړه مارو په یادې ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بریدونه کړې ، د برید په ترڅ کې یې په لس ګونه ولسي خلګ چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم دي وژلي ، او یو شمیر نور يي له ځانه سره ژوندي بیولي.

ښايي د هیواد په تیر۳۸ کلن ناورین کې دا لومړی ځل وي چې د وسله والو لخوا د جګړې له ځایه د ښځو د نیول کیدو او له ځان سره بیولو خبر ورکول کیږي.

په افغاني ټولنې کې د میرمنو او ماشومانو بیول څه عادي خبر نه ده .

ممکن په جګړه کې د متخاصمولوریو ترمنځ په سلګونو نارینه مړه ، ژوبل او یاهم ژوندي ونیول شي خو د جګړې په په ډګر کې د یوې ښځې قصدي وژنه او یاهم له ځان سره بیول د جګړي په ګرمولو کې د سلګونو کسانو تر وژنې او نیونې هم منفي اثر لري.

د کوټ په جګړه کې دهغې د ګرمولو او تشهیر لپاره دولتي ځواکونو د داعشیانو په لاس د کلیوالو میرمنو د یرغمل کولو خبرونه رسنیزکړل.

د میرمنو او ماشومانو د یرغمل کولو له آوازې څخه اصلي هدف د جګړې ګرمول او داعش تشهیرول و؛ ځکه د کوټ خلګ چې غیرتي پښتانه دی حتما به د دغې آوازي په اوریدو سره د داعشي جګړه مارو پرخلاف په متقابل اقدام لاس پوري کوي چې له امله به يې تر ډیرو پوري په کوټ او همجواره سیمو کې جګړې دوام کوي او د داعش نوم به طبعا ورسره ژوندی ساتل کیږي.

خو دا چې په ننګرهار کې دولتي اداره ، ملي اردو ، ملي پاڅون وال او نور امنیتي ارګانونه فعالیت لري او بیاچې د هغو په شتون کې داعشي جګړه ماران داکولای شي چې د ولسي خلګو پر وژلو او نیولو سر بیره د هغوی میرمنې او ماشومان هم یرغمل کړي دا خبر په حقیقت کې د ننګرهار ادارې ته یوشرموونکی خبر و چې هغوی يي په حقیقت پوه او پرون شخصا د ننګرهار والي او امنیه قومندان د رسمي څرګندونو په ترڅ کې هغه بیرته تکذیب کړ.

خو یاودو چارواکو بیاهم په سیمه کې د داعش د بي شمیره جګړه مارو د شتون ترڅنګ د هغوی په خلاف د پوځي عملیاتو تر سره کول خپل مکلفیت وباله.

که حقیقت ته وکتل شي په کوټ ولسوالۍ کې نه داعش په هغومره قوت شتون لري لکه دولتي چارواکي چې یې د تشهیرولو کمپاین کوي او نه دولتي ځواکونه هلته هغومره توان لري چې په یوه ورځ دي ۱۳۱ تنه داعشیان ووژني.

اصلي خبره په یادې سیمې کې د داعش د بیا راژوندي کولو او د هغوي لپاره کمپاین کولو ده چې شخصا په دولت پوري تړلیو ځانګړیو حلقاتو لخوا په مخ وړل کیږي.

تبصرې (4)

  • ښه شو ، دا خبره بی له دی چه زه ورباندی څه ولیکم ، په ډاګه شوه ، د داعشیانو سره جګړه هم هماغه د پاکستان سره د ډراماتیکو جګړو ته ورته جګړی دی ، چه د خلکو پام د کابل اداری له فساد او بی کفایتۍ بلی خوا ته واړوی چه د ع او غ ملی حکومت خو مونږ له ګاونډیانو ساتی ، د فساد او بی کفایتیو سره غیرت او شهامت هم لری ، او په څنګ کی به دا د افغانستان د خپلواکی تمثیل هم وکړی ، چه مونږ اشغال نه یو ، په داسی حال کی چه زمونږ هیواد د ټولو استعماری هیوادو د پاره د فوځی روزنو او زمونږ د وژنو لابراتوار جوړ شوی، مګر د پاکستان د یوی چوڼۍ غم کوو چه زمونږ خاوره کی یی جوړه کړی او د هغه چوڼۍ جوړولو لاسلیک هم ور سره شوی څه وخت د مخه ګوښته کی همدا ډول جګړی رامنځته شوی .
    همدارنګه د داعشیانو په اړه ، څه وخت دمخه د حاجی قدیر زوی ، د دوستم په شان بریتونه تاوول چه د داعشیانو مقابلی د پاره می ملی پاڅون په کار واچولو او ښامار می ووژلو ، په څنګ کی یی دا هم ورسره وویله چه داعشیان د ارګ ( ع ، غ او اتثمر له خوا تمویل او تجهیزیږی ، زه اسناد لرم که یی په ډاګه کړم اشغلګر به زمونږ سره هر اړخیزی مرستی بندی کړی ، څه وخت وروسته د پارلمان لمړی معاون وټاکل شو . ننګرهار کی د دی ویره وه چه طالبان به د اعشیان د زابل په شان خلع سلاح او له سیمی وشړی ، حاجی قدیر ورته نوی ملیشی استخدام او یا هغوی ته نوی مالی او فوځی مرسته ورورسوله ، تر څو دا عشیان د طالبانو مقابل کی د دفاع وسه او انرجی ولری .
    حیرانونکی ده ، په عزنی ، روزګان ، فراه و هلمند ، قندهار ، کندوز او داسی نورو سیمو کی د دوی ولسوالی د طالبانو د جدی محاصرو لاندی دی د دوی وکیلان او د هغه ځای ولسوالان او والیان ورته د نوو قواوو ننواتی کوی دوی څوک نه لری او یا د نه همغږۍ له امله نه ورلیږی مګر کوټ کی چه چا ننواتی هم نه دی کړی په دومره لویه کچه قواوی ورځی ، چه ۱۳۰ کسان یی وژنی کیدی شی څو سوه خو به یی زخمیانو شوی او څو سوه به روغ رمت تښتیدلی یعنی د داعشیانو شمیر زرو ته نزدی کیږی او د زرو د ماتی د پاره د څو زرو دولتی قواوو اړه ده ، په داسی حال کی چه دوی دا کار په بل یو ولایت کی هم نه دی کړی ، خکه دوی دومره عسکر په کتابونو کی لری معاشونه یی دوی اخلی څه چه لری هغه که ټول دلته راولی نور ولایتونه طالبان نیسی لا کابل سقوط کوی . مګر هغه چه د دوی د کورونو او دفترو ساتونکی عسکر هم راولی ( د اکار به دو ی کله هم ونه کړی ) د کابل اداری چارواکی یعنی ملت که دا چارواکی ژوندی وو ملت ژوندی دی که دوی په نس ماړه او په تن پټ وو ، ملت په نس مور او په تن پټ دی ، نو هغه عسکر چه د دو ی کورونه او دفتری ساتی هغوی په حقیقت کی ملت ساتی هغه د داعشیانو د جنګ د پاره نه راولی او نه دا عشیان هغه څوک دی چه دوی ورسره وجنګیږی داعشیان د غلامانو او بادارانو د اربکی ملیشو په څنګ کی نوی ملیشی دی چه هم پری د مجاهدینو او اسلام نوم بدناموی او هم تری د طالبانو په مقابل کی استفاده کوی .

  • بس استا د محترم الله دی رحم وکړی، بس یو خوا ډانګ او بل خوا پړانګ دی ولس بیچاره وژل کیږی ، بی کوره کیږی بندی کیږی ، سرک، مکتب یی الوځول کیږی. ځنی نور بیا داسی تحلیل کوی، کله چی امریکا په افغانستا ن حمله وکړه نو لسو ورځو په موده کی ټول افغانستا ن دطا لبانو څخه پا ک شو چی په هغی وخت کی نه اوردو وه نه عسکر او چا کر ولی دورځی په تیریدو سره هر ورځ طا لب قوی کیږی ولایتونه، ولسوالی نیسی دینه معلومیږی چی لوبه دواړه طرف ته امریکا ګرمه ساتی اوس کیدای شی داطا لب پر ځآی ورته داعش ښه ښکاره شوی وی او په دی ډول نوی پروژه مخته وړی . ځکه دداعش ډیر نفر پخوانی طالبان دی

  • چی تر څو مسلمانان سره متحد شوی نه وی او یا حد اقل دکفارو دملګرتیا څخه بیزاری نه وی کړی نو همدا حال به روان وی مسلمانان تراوسه خپل دوست او دښمن نه دی پیژندلی هر دول ته ګدیږی که اربکی دی که اردو پولیس یا دافغان فوج یا دپاکستان یا دنورو په نوم اسلامی فوجونه چی عملا دننی شیطانی او دجالی کفری لخکرو ملا تړی او مظلوم مسلمانان خزی او ماشومان دطیارو دبمونو لاندی او دزندان تورو پنجرو شاته اچوی او ددجالی مطبوعاتو او میدیا له لیاری حق باطل او باطل حق معرفی کوی او بعضی جاهل صفته خلک ورسره ددوی په ګته هره خبره زمزمه کوی نو خامخا به همدا حال وی

  • عبد الله صا حب الله دی مسلمانان سره متفق کړی. مسلمان به څنګه متفق شی، یو مولی صا حب د رسول الله په ممبر نا ست ایت یو ګروه کا فر ګڼی بل مولوی صا حب په ایت اوخدیث بل کا فر ګڼی. الله دی مونګ ته ښه عا لمان په نصیب کړی، نه مولیان،یهودو داسی چا لونه شروع کړی چی مسلمانه په مسلمان وژنی. الله وایی چی تا سو به کفارو با ندی زړه مه سو ځوی خپلو کی سره رحم وکړی، نن مونګ کفار بریښی خپلو کی شدید یو زړه خوږی نلرو. بس داسی یو حا لت کی ګیر یو چی هیڅ یی په حلولو یی نه پوهیږو . ټول ملت ته پکار ده چی الله ته سوالونه وکړی ډیر سختو فتنو کی ګیر یو داسی فتنه دی چی ورور دوروز وینی ته تګی دی ، عا لم دعالم وینی ته تګی ، مسلمان دمسلمان ونی ته تګی دی. زما ډیر ګیله دانبیاٌاودوارثینو نه کیږی چی هغه عا لمان دی لګ با ید ددونیا شیطانی اعما لو ته سوچ وکړی او ډیر جدی ونه اوسی لر انعطا ف کول پکار دی هره خبره با ید نا ستی او وروریی په فضا کی حل شی ، مونګ افغانان هیڅکله په تیزه خبره ، قتل ، بند نشو اضلاح کولی با ید دنا ستی اومذکرو دلاری یو بل ته سره قنا عت ورکړو بی ادابی ډیر معا ف وی نن دنیا مونګ نه جنګی چرګان جوړکړی خپله دسیل بین په شا نتی ولا ړ وی او دهر طرف دوینو دتویدو نه خوند احلی او بیا مو دبیا حنګ لپاره تقویه کوه، چی هریو وژل شی دوی پری خوشحاله دی، که هغه اوردو دی ، عکسر دی ،ډاکتر دی ، انجنر دی ، طا لب دی ، عا لم دی، دهقان، معصوم ګوچنی دی اوکه داعش دی . نه پوهیږم چی هغی دنیا کی به زمونګ خشر دچا سره کیږی دشرم ځای خوبه داوی چی دومره په احسا سا تو مو ځانونه به دین قربان کړیوی او بیا دهندوانو نه مخکی جنهم ته هم لاړشو ، ځکه چی الله دقا تل لپاره ابدجنهم سزا ټا کلی دی بیا الله ته داسی نشو ویلی چی ما ته احمد ویلی چی فلانی کفر دی+مرتد دی، ترهګردی، طا لب دی الله به وایی چی تا ته ما عقل درکړیوه ته خو اشرف مخلوقا ت وی تا ولی داسی کول. الله دی زمونګ اخر خا تمه شه کړی .