بوټ رنګ کوونکی! «ادبي ټوټه»

اسدالله غيرت

د پوهنتون مخې ته مزديګر مهال د نورو لسګونو زده کړيالانوپه څير زه هم د سوپ خوړلو لپاره په چوکۍ کيناستم
د چوکیو په مينځ کې يو تنکی ماشوم چې د مکتب بکسه يې تر ملا تړلې وه ايخوا ديخوا کيده .

تر سوپ خوړلو وروسته مې په ماشوم غږ کړ

دلته راشه

ماشوم زما د غږ په اوريدو سره په خوښۍ رامنډه کړه

وړاندې تر دې چې ماشوم خپله خبره راته وکړي ، ما پرې وار مخکې کړ

ورته ومې ويل : څوم ټولګي کې زده کړې کوې ؟

تنکي ماشوم په ستړي غږ وويل : مکتب مې پريښود

ما ورته وويل نو د ښوونځي بکسه دې د څه لپاره تر ملا تړلي

ماشوم وويل : بوټونه درته رنګ کړم

ما ورته وويل : نه د بوټونو د رنګولو وسايل دې کوم دي ؟

ماشوم بکسه خلاصه کړه د بوټونو د رنګ کولو برش او د رنګ ډبی يې ترې راويست .

ما ورته وويل بوټونه رنګوې ؟ ويې ويل هو

ما ورته وويل ښوونځی دې ولې پريښود ماشوم په بې وسه غږ وويل کله مې چې پلار د ښار په مينځ کې په چاودنه کې ووژل

شو ، ما مکتب پريښود

کور راترغاړې شو

مور مې د هګيو په روپيو راته د بوټونو رنګولو رنګ او برش واخيست

او د مکتب د کتابونو په بکسه کې يې راته واچوه

ځکه دې د مکتبي ګمان راباندې وکړ .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د