نظــر

«له مرګ روژه» موږ مه ننګوئ!

عاصم افغان

د اسلام مقدس دین لا څوارلس سوه کاله پخوا د ستر لارښود په ژبه ویلي و چې اې مسلمانانو! په یو بل مو وینه، مال، او عزت لاندې کول حرام دي،

د یو بل په وړاندې مو توره پورته کول ناروا دي، باید داسې سره مخامخ شئ چې تورې مو تیکو کې بندې وي ، که معارض لوري مو د الله تعالی وحدانيت او د پیغمبر رسالت مانه نو د هغه وژنه ستاسو ناکامي ده دا هیڅکله بریالیتوب نشي بلل کیدای، مسلمان به مسلمان نه وژني.

هو! که مسلمان داسې ګناه ترسره کړي چې وینه یې  شریعت هدر وبولي بیا نو د مسلمان مسلمان چیغې مه وهئ ځکه دا مسلمان بیا د هغه حدیث لاندې نه راځي چې الهی قانون یې وینه تحریم کړې،

ځینې مدني وګړی له دې ځایه ناوړه ګټه پورته کوي چې هر چېرته وایي مسلمان مسلمان ….

ولې ډېر داسې ځایونه به ومومئ چې باید د مسلمان ژوند واخستل شي د یو چا د وژلو لپاره هیڅکله دا اړینه نده چې هغه به کافر وي، د وژلو لپاره مسلمان ولې تکفیروئ؟

مسلمان خو لا د صحابوو په پېر کې هم د بیلګې په ډول چې په زنا او قتل به تورن شو، خبره به کره شوه په هغه به د رجم او قصاص حکم جاري شو او ستر لارښود به ویل:  فلاني داسې توبه وویسته او داسې پاک شو چې توبه یې د ټولې مدینې وګړو ته هم بسنه کوي .

هو! که مسلمان په الهي قانون مجرم نه وي، وژل یې دومره ستره ګناه ده چې الله تعالی ورته جهنم د دومره زیاتې مودې لپاره ټاکلی چې قرآن ورته ابد ویلي.

خو ډونلډ ټرمپ دې موږ نه ننګوي، چې له وژنو روژه ونیسئ بلکې دغه پیغورونه دې خپل نسل ته ورکړي چې د تاریخ له یاده ټول وژنې هم دوی کړي، د پیغمبر له هجرته لا پخوا په مدینه کې هم له حرب سمیر رانیولې تر الفجاره په لسګونو کلونو سره جنګېدلي چې بیا د اسلام له برکته له کورنۍ جګړې خلاص شو، تاریخ شاهد دی چې نړیوال جنګونه چا وکړل، هلته مو ولې دا تلوسه نه وه چې وژنه جرم دی؟

هټلر څوک و او څوک یې ووژل؟

نو که زیر شو خپل منځي جنګونه هم د دوی کار و او مسلمان وژنه یې هم له چا پټه نده .

په افغانستان یې داسې مهال یرغل وکړ چې تیار یو د داسې صفت درلودونکی حکومت حاکم و چې دا پنځلس کاله یې دوی د همدې صفت د ترلاسه کولو په ارمان دي چې هغه امنيت دی او همدا امنيت دی، چې نړیوال یې په تکل نارې وهي او دا ارمان کیدای سي ګور ته یوسي،

د وطن له اشغال سره یو ځل بیا د انسانانو د وینو ویالې وبهېدې چې دا هم د دوی له امله پیل شوې او په دې ورستیو کې دا مظلومه خاوره د یوې بلې ناولې پدیدې شاهده ده چې دا هم د دوی د فتنو له اثارو شمیرل کیږي. خلافت د هغو مسلمانانو په وژلو را ژوندی کوي چې خوار او غریب ولس ده او د یوې ډوډۍ مړۍ په پیداکولو پورې حیران دي دا نو اسلامي امت ته یو بل سرخوږی جوړ شو او په دې هم ټول پوهېږي، چې دا هم د ټرمپخیلو مرسته ده چې ګرده مسلمان او په ځانګړي ډول نن سبا کوټ په خپلو وینو کې غوپې وهي.

نو مسلمانانو ته مه وایه بلکې خپلو غټو شیطانانو ته دې ووایه چې نور دې د اسلامی امت له وژلو پرهیز وکړي چې نور دا مظلوم ولس د هوسایۍ واخلي او ستاسو له ظلم او بربریت څخه په امن شي.

اسلام د امن او سولې دین دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

دغه پورته ذکر شوی ټولي خبري يځای دی او پهمدی اړه ډیر نور څه هم لیکل کیدای شی.ټرمپ مسلمان ندۍ، نوموړی خپله اسلام دوښمنی دخپل ټاکنیز کمپاین په اړږدو کی هیڅ وخت نده پټه کړي اود هغی په نیوکو باندی مسلمانان نه دوزخی کیږی اونه هم جنت ته تللۍ شی.پرووسږ کال اروپا ته دکډوالو د بیساری بهیر د راماتیدو په مهال دجرمنی صدراعظمی انګبلا مرکل هم داسی یو پیغور اسلامی نړۍ ته ورکړ چی د افغانستان، عراق اوسوریی مسلمانان اروپا ته د پناه اخیستلو لپاره راځی حال دا چی مکه معطمه ورته نیږدی ده!!! پدی دواړو خبرو کی وزن شته!… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x