ورزش

استرالیا پایلوبې کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۷مه ۱۳۹۵ل): د دریو هیوادونو تر منځ د یوه ورځنیو سیالیو د لړۍ پایلوبه د استرالیا په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې استرالیا د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۵۸ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د استرالیا لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. استرالیا په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۰ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لوبډلې لپاره فینچ په ۴۱ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۷ او سمیت په ۵۹ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۴۶ منډې جوړې کړې. وېډ په ۵۲ توپونو د دوو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۷ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره هولډر او ګبریل دوه دوه ویکټې او براتویت، پولارډ، نراین او بېن یوه یوه ویکټه واخیسته.

د ویسټ انډیز لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې د چارلز او رامډین غوره توپ وهنې په مرسته په ۴۵.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۱۲ منډې جوړې کړې.

د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره چارلز په  ۶۱ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۵ او رامډین په ۶۷ توپونو د دوو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۰ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي ول.

د استرالیا لپاره هذلووډ تر ټولو غوره توپ اچونه وکړه. هذلووډ خپل ۹.۴ اورونو کې ۵۰ منډو ورکولو سره ۵ ویکټې واخیستې. مارش درې او کولټر نیل او زامپا یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x