نظــر

د ترهګر ساده او اسانه نښې

ليکوال او شناند انجينر نظر محمد مطمئن

یو چاته د لارې ښودلو لپاره دباندي وروتلم. د روژې شلمه ورځ وه، یو سړی چې غمجن په لاره روان وو، زما لورته يې راوکتل، سلام يې راباندي واچاوو، هغه وویل چې تاسي (پلانی) یاست، ومې ویل هو، لږ خبرې يې وکړي، ويې ویل چې مینه درسره لرو.

روان شو، بیرته راوګرځیدی، ويې ویل چې د دولت په اردو کې کار کوم، همدلته کابل کې مې کورنۍ ده، دنده مې په کوم ولایت کې ده، زما وراره او (خوريې او یا بل څه يې وویل)، یو محصل او بل زده کوونکی دي، د میرویس نیکه (کوټه سنګې) سېمه کې چې له درس ویلو کورته روان وو، نیول شوي او وړل شوې.

هغه وویل چې دا درې ورځې پسې ګرځم هیڅ معلومات يې راته ونه شو، د ولسې جرګې وکیل او داسي نور کسان چې له پټو ادارو سره اړیکې لري، هغوی ته هم چا معلومات ورنه کړ. ځينې بیا وايې چې دغه دوه تنه یې باګرام زندان ته وړي دي.

ماسپښین بیا د سودا اخیستلو لپاره یو دوکان ته ورغلم، هلته هم یو دولتي کارکوونکی راسره مخ شو، هغه هم خپله مینه وښودله. په زړه پوري يې دا وه چې ویل يې یوځل کابل ښار کې د یوې مهمې غونډې له پاره موږ د امنیت ساتلو دنده درلودله.

یو کلیوال سړی چې همدې غونډي ته راتلی، د ځینو متعصبو کسانو له خوا درول شوی وو او غوښتل يې چې زندان ته يې ولیږي، کله چې موږ پوښتنه وکړه چې ددي سړي جرم څه دی، دوو امنیتي کسانو وویل چې دا خو طالب (ترهګر ) دی.
ورته مو وویل چې کوم ثبوت شته، هغوی وویل چې لنګوته دار، و ریش هم دار. یعنی لوی ثبوت يې دا وو چې لنګوټه او ژیره يې درلودله.

حقوقپوه عبدالشکور دادرس چې د باګرام زندان دوسیې يې څیړلي دي، هغه زما سره د شمشاد ټلویزون په یو بحث کې د ګډون پرمهال وویل چې په ځینو دوسیو کې د طالب بودن له پاره همدا دلیل هم ښودل شوی وو چې دا سړی لنګوټه او ژیره لري، او طالب دی، نوځکه نیول شوی.

ښاغلي داردس دا هم وویل چې د افغانستان د اوسني اساسي قانون مطابق د متهم کس کورنۍ حق لري چې د خپل زنداني د ځای په اړه په لومړيو وختونو کې پوه شي، چې دهغوی د کورنۍ غړی چیرته او چا نیولی دی.

کله چې د ترهګر لپاره ستاسي ثبوت ځانګړي ژبه، لنګوټه او ژیره وي، الله ج دي رحم وکړي چې دا ولس او دا حکومت به سره
نږدې شي، ولي به د حکومت او ولس ترمنځ فاصله نه ایجادیږي چې په کلتوري شیانو مراعت کولو سره سړی ترهګر کیږي، که لنګوټه او ژیره د ترهګري لپاره ثبوت وي، نو جنوبي ولایتونه باید رسما حکومت د ترهګرو په لسټ کې ثبت کړي.

یا الله! زموږ خلک، او اوسني چارواکي پوه کړي، چې له ولس سره جګړه نه ګټل کیږي، ولس وړونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

همداسې ده انجنير صاحب
الله تعالی هدايت ورته وکړي که هدايت وړ نه وي الله تعالی د اشغالګرو سره يو ځای تباه کړي.

wali khan

انجنر صا حب ددواړو طرفونو له خوا هم دفا سد حکومت اوهم دطا لب له خوا ددینی شعا یرو دله منځه وړولو کوشش کیږی. مونګ ددی خبری شا هدان یو چی په لنګوټه کی بم ایښودل شوی او دبل دترور لپاره تری استفا ده شوی. مونګ داهم لیدلی چی چادری یا بورقی څحه استفا ده شوی. هغه څوک چی دښځی دبیرون وتلو لپاره ما مور دی هغه څوک دانجونو دنیمه لوڅو جا مو طرفدار دی او خوند تری اخلی هغه به خود ګیره او لنګوټه واله ترهګر بولی. ځکه هغه پوهیږی چی داسړی په سنت برابردی نو کا بل یا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x