افغانستانویډیو

دوستم: غني او عبدالله واک په خپلو منځو کې ویشلی؛ دده برخه معلومه نه ده – ویډيو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۷مه،۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت د ګلخانې ماڼۍ لومړی مرستیال او مشهور جنګسالار جنرال عبدالرشید دوستم ګیله کوي چې په حکومت کې مناسبه ونډه نه ده ور رسېدلې.

نوموړي تېره ماښام د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې خبریالانو ته ویل چې د اشرف غني له کارونو خفه دی او د ټاکنو تر پایلو وړاندې يې هغه ته ویلي وو چې د نیمه په نیمه واک ویشلو مخالف دی، واک باید یو رهبر سره وي او مقابل ډله باید په اپوزیسون کې پاتې شي.

هغه ویلي چې د حکومت تر منځ هماهنګي نشته دی، دفاع او کورنیو چارو وزارت چې ملي ارګانونه دي د دوی سیاسي جریانونو تر منځ تقسیم شوي، یوه ډله غواړي چې امنیه قومندان ګوښه کړي بل لوری مداخله کوي او د هغه د ګوښه کېدو مخه نیسي.

دوستم چې په شمال کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو په نامه جګړه پر مخ وړي، د اشرف غني د ویاند پر څرګندونو توند غبرګون ښوودلی دی.

د شانګهای په ناسته کې د ګډون لپاره د اشرف غني له خوځېدو وروسته د هغه ویاند وویل چې ولسمشر به د ټکنالوژۍ په برکت هېواد له بهره هم کنټرولوي دلته یې د سرپرست ټاکلو اړتیا نشته.

دوستم دا د ځان سپکاوی بللی او ويلي يې دي چې دا هیڅ امکان نه لري چې ولسمشر دې له بهره هېواد وڅاري، هغه چې ښايي له قانونه پوره خبر نه وي، خو دا ځل يې خپلو څرګندونو ته قانوني دلیل پیدا کړی دی.

د اساسي قانون د شپېتمې مادې له مخې د ولسمشر د غیاب، استعفا یا مرګ په صورت کې باید د هغه لومړی مرستیال د اساسي قانون مطابق چارې پر مخ یوسي، خو د ولسمشر ویاند وايي چې اشرف غني له شانګهای ناستې هم چارې کنټرولولی شي.

د ولسمشر لومړي مرستیال اشرف غني او عبدالله عبدالله په دې تورن کړل چې واک یې په خپلمنځو کې تقسیم کړی دی او د ده برخه یې نه ده ورکړې: «د حکومت په جوړولو کې زما نقش څرګند دی، رایې مې راوړې، زحمت مې وویست، خو زما برخه معلومه نه ده. د ۱۷۴ هېوادونو سه ديپلوماتیکې اړیکې لرو، کم از کم لس سفارتونه خو باید ماته راکړل شي، د دفاع او کورنیو چارو وزارت مرستیالي زما حق و، خو دوی دا کار ونه کړ او په خپلو منځو کې یې تقسیم کړل».

دوستم چې په خپله د حکومت برخه دی په حکومت نېوکه کوي او وايي: «حکومت غواړي زما اجتماعي حیثیت کمزوری کړي، حکومت تېرې تېروتنې یو ځل بیا تکراروي، په داسې حال کې څه چې خدای جنرال دوستم ته ورکړي هېڅوک نشي کولای چې هغه کمزوری کړي».

دوستم وايي چې تر اوسه يې یوازې د دوو والیانو په مقررولو کې رول درلودلی او په قول يې په لسګونو سفیرانو کې يې یو هم نه دی مقرر کړی او نه يې نظر پوښتل شوی دی.

دې پخواني جنګسالار د حکومت د مشرانو تر منځ د وېش په اړه په دري ژبه پخپله ځانګړې لهجه وویل: «یک معاون وزیر دفاع از ما باشد، یک معاون وزیر داخله باشد. هر کاری را با هم فیصله می‌کنند و بعد از فیصله شان ژنرال دوستم [خبر می‌شود]»

ياده دې وي جنرال دوستم له تېرو څو میاشتو راهیسې په شمال کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو تر نامه لاندې د ولسي وګړو، پرلوټ او تالان بوخت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دا لوده خو ډيرې لوده خبرې کوي داسې مالومیږي چې شراب یې خوړلي وي ، زبه یې توتلۍ ده !
جنګي جنایتکار خو دلته ځينې واقعتونه وایې !

اافغان

که عادی او نورمال حالات وی یعنی مونږ د دی ستونزو سره سره خپلواکی لرلی ، زمونږ هیواد اشغال نه وی ، نو دغو خرو ته به چا په لپو کی اوربشی هم نه ورکولی او نه د جنرالۍ ، ریاستو ، وزارتو . ولایتو ، او داسی نورو په نوم ماموریت وړتیا لرله . دا د استثماری او استعماری قدرتو فطرت دی چه د هیوادونو له اشغال دمخه او وروسته له همدغه بی ناموسو وحشیانو څخه د هغو هیوادو د هیوادوالو د استثمارولو او غلامولو او زورولو د پاره استفاده کوی ، تاسی ورشی دوستم ته ووایاست چه خبل… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx