کونړ: د اردو قومندان خپل افسر مرګونی ډبولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۷مه، ۱۳۹۵ل): د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د یو کنډک قومندان خپل افسر مرګونی ډبولی او روغتيايي مرکز ته يې د لېږد مخه هم نیولې ده.

د شیګل ولسوالۍ ولسوال ظاهر ساپی وايي چې پېښه د دې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د درېیم کنډک ثقلیه ټولی په مېشت ځای کې شوې ده.

د هغه په خبره د دې کنډک قومندان محمد یاسین خپل افسر بریدمل عبدالرحمن مرګونی ډبولی او خپلو عسکرو ته يې امر کړی چې روغتیايي مرکز ته يې هم بایدو نه رسوي.

ولسوال رسنیو ته ويلي چې عبدالرحمن په وینو لړلی پر ولسوالۍ ور ننوتی او دوی د قومندان یاسین له عسکرو ساتلی دی.

تر اوسه بشپړه نه د معلومه چې د قومندان له لوري بریدمل ولې وهل شوی او روغتيايي مرکز ته يې د لېږد مخه نیول شوې ده.

خو ولسوال وايي چې د دوی ترمنځ لفظي شخړه راغلې او وروسته يې عبدالرحمن ډبولی دی.

د ولسوال ظاهر په خبره دوی غوښتل چې دغه ټپي بریدمل جلال اباد ته تر روغتیايي مرکزه ورسوي، خو په لاره کې د قومندان یاسین عسکرو امبولانس ته کمین نیولی و او بریدمل نامعلوم ځای ته تښتولی و.

ياده دې وي تېره ورځ په فاریاب ولایت کې هم د اربکیانو پخپل منځي نښته کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، په امنیتي لیکو کې ډېری وخت د نشه يي توکو پر سر د عسکرو او د دوی د چارواکو تر منځ ناندرۍ رامنځته کېږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د