د افغانستان جګړه، بارک اوباما لپاره بل ويټنام

امریکايي عسکر له جګړې وروسته خپل ټپیان لېږدوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۷، ۱۳۹۵ل): د امريکا کاليفورنيا پوهنتون استاد پروفيسر نيک ايم کامراني د امريکايي ولسمشر بارک اوباما پر سياسي ژوند او دوه دورې واکمنۍ نيوکې کړي، چې پاليسي يې ضد او نقيض ده او خپل ځای ناستي ته به په داسې حال کې، سپينه ماڼۍ پرېږدي، چې د افغانستان پنځلس کلنې جګړې تر څنګ په عراق او سوريې کې د امريکا جګړه روانه ده.

پروفيسر نيک ايم کامراني وايي، چې د روان کال د مې په ۲۶مه بارک اوباما د جاپان په هېرو شيما او د اتومي ځواک په وحشت خبرې کولې.

د پروفيسر نېک په وينا اوباما ۷۱ کاله وروسته د هېرو شيما په هغه سيمه کې خبرې کولې، چې امريکايي الوتکو په دغه سيمه کې اتومي بم غورځولی و او لسګونه زره خلک يې په کې وژلي وو.

پروفيسر نيک ايم وايي، چې بارک اوباما يو ځل بيا امريکايي او ناټو پوځيانو ته امر کړی، چې په افغانستان کې د راتلونکو پنځو کالو لپاره پوځي ماموريت وکړي او د طالبانو پر ضد جګړو او بمباريو کې برخه واخلي، چې دا کار په خپله يوه تېروتنه ده او ښکاري، چې د افغانستان په اړه د اوباما پاليسي له ضد او نقيض ډکه ده.

د پروفيسر کامراني په وينا اوباما په داسې حال کې، خپلو پوځيانو ته د نورو جګړو او بمباريو اجازه ورکړې، چې د افغانستان ډېری کلي او ښارونه د امريکايي سرتېرو په پوځي عملياتو او بمباريو کې له منځه تللي دي.

«په ۲۰۰۸م کې امريکايي ولس بارک اوباما ته په دې تمه رايه ورکړه، چې دی به سوله خوښی ولسمشر وي او دی به له خپلې ژمنې سره سم د عراق او افغانستان جګړې پای ته رسوي او خپل سرتيري به خپل هېواد ته راستنوي، مګر له عراق څخه د امريکايي پوځيانو له وتلو سره هلته داعش ډله راپيدا شوه، چې امريکا يو ځل بيا ځان اړ وګاڼه، چې په عراق کې پوځي عمليات او بمبارۍ پيل کړي.»

اوباما د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې دېرش زره اضافي پوځيان افغانستان ته د جګړې لپاره راولېږل، چې د مخالفينو له لوري يې پرېمانه مرګ ژوبله وليده، بيا چې اوباما له افغانستانه د خپلو سرتېرو ويستل پيل کړل او څه د پاسه يوولس زره عسکر يې په افغانستان کې پرېښودل او خپل ولس سره يې ژمنه وکړه، چې د خپلې واکمنۍ تر پايه به ټول امريکايي پوځيان له افغانستانه وباسي، مګر دا ټولې ژمنې په اوبو لاهو شوې او ټوله نړۍ ويني، چې د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه امريکا په افغانستان کې کوي، چې نږدې يوه نيمه لسيزه کيږي.

پروفيسر نيک ايم کامراني زياتوي، چې امريکايي ولسمشر د ناټو پوځيانو ته امر کړی، چې پنځه کاله نور هم په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د جګړو مسووليت پر غاړه لري، نو دې سره داسې ښکاري، چې د امريکا افغان جګړه به لږ تر لږه شل کاله نوره هم روانه وي او دغه جګړه د امريکايي ولس لپاره د سر او مال په پرېمانه زيان ګاللو تمامه شوې، چې هېڅ ګټه يې نه ترسترګو کيږي.

پروفيسر نيک ايم کامراني ليکلي، چې د افغانستان په جګړه کې له ۲۴۰۰ زيات امريکايي پوځيان وژل شوي، له دېرش زرو زيات ټپيان دي، چې ډېری يې معذور او د بل د اوږې بار دي، امريکا د افغانستان په بيا رغونه دومره ډا‍ر ولګول، چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته امريکا د اروپا په بيا رغولو نه و لګولي؛ په عين حال کې نه طالبان له منځه ولاړل او نه هم کمزوري شول، بلکې نور غښتلي شوي، د افغانستان ډېری ولس او ځمکه اوس هم د طالبانو تر واک لاندې ده او افغان ولس د ناټو پوځي عمليات ناسم او ظلم بولي.

پروفيسر نيک ايم کامراني د امريکايي چارواکو پر پاليسي نيوکې کړي، چې دوی خپله پاليسي د يوې سالمې تګلارې له امله نه جوړوي، بلکې تل د عمل پر ځای پر عکس العمل باور لري او د همدې عکس العمل له لارې پاليسي او ستراتيژی جوړوي، چې دا کار کومه لاسته راوړنه نه لري.

نوموړی وايي، چې امريکايي او ناټو پوځيان څومره د افغانانو پر کورونو چاپې وهي، دوی وژني، نو مخالفين همدومره په ولس کې محبوبيت پيدا کوي او بيا طالبان هم ډېر په غوسه کيږي، چې ولې د دوی ولس د امريکايي پوځيانو او الوتکو په بمباريو کې وژل کيږي او طالبان هم د خپلو خلکو غچ بيا له امريکايي او ناټو پوځيانو اخلي.

مخالفين د رسنيو، ټولنيزو شبکو او انټرنيټ له لارې خپله مدعا تر خلکو رسوي او د امريکايي جنګي او څارګرو الوتکو په بريدونو کې، چې کوم ولسي خلک وژل کيږي، کورنۍ او خپلوان يې د طالبانو لمنې ته پناه وروړي.

پروفيسر نېک ايم امريکايي چارواکو ته مشوره ورکوي، چې دوی بايد د جګړې پر ځای د سولې په زون کې هڅې پيل کړي، امريکايي سرتيري د جګړې له ډګره راووځي او طالبانو سره د ډيپلوماتيکو کانالونو له لارې په اړيکه کې شي او افغانستان روانې غميزې ته د پای ټکی کېږدي.

د مقالې په پای کې راغلي، چې امريکا له درېيمې نړۍ سره د جګړې پر ځای بايد، هغوی سره اقتصادي مرستې وکړي، په ښوونيزو او د ژوند په نورو چارو کې مرسته وکړي او د نړۍ مظلومو ملتونو ته ووايي، چې راځئ په ګډه ژوند وکړو او که داسې ونه کړي، نو په ټوله نړۍ کې به دا جګړې تر پايه همداسې روانې وي او هېڅ لوری به يې د ګټلو نه وي.

پروفيسر کامراني، د کاليفورنيا پوهنتون استاد دی، د امريکا سولې انسټيټيوټ لپاره ليکنې کوي او د افغانستان په چارو کې پراخه مطالعه لري.