fbpx

عبدالله عبدالله: له ټاکنیزو اصلاحاتو تېښته نه ده پکار

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۷مه، ۱۳۹۵ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي چې په ټاکیزو کمیسیونونو کې اصلاحات یوه شدیده اړتیا ده.

نوموړي نن د وزیرانو شورا ناسته کې وویل چې له ټاکنیزو اصلاحاتو باید ونه تښتو او هڅه وشي چې تر ټاکنو وړاندې باید اصلاحات پلي شي.

د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د واک د وېش په معامله کې د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاحات د یوې مادې په توګه یاد شوي دي.

عبدالله عبدالله دعوه کوي چې ټاکنیز کمیسیونونه پر فساد ککړ دي او د دوی په موجودیت کې به ټاکنې هیڅ شفافیت ونه لري، خو اوسنی حکومت د همدې کمیسیونونو د ټاکنیزو فعالیتونو په پایله کې رامنځته شوی دی.

اجراییه رییس په داسې حال کې د اصلاحاتو د پلي کېدو خبره کوي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د اروپا ځانګړي استازي نیکولاس هیسم هم وویل چې حکومت باید د ټاکنو لپاره زمینه سازي وکړي.

هغه پر حکومت او پارلمان غږ وکړ چې د اصلاحاتو لپاره دې ګام واخلي او د ټاکنو لپاره دې لاره جوړه کړي.

ياده دې وي د ټاکنیزو اصلاحاتو د قانون د تایید پر مهال هم د حکومت دواړه مشران یوه خوله نه و.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي وايي چې د دې قانون د تصویب پر مهال ولسي جرګه کې د عبدالله عبدالله پلویانو د دې قانون د تایید او د اشرف غني پلویانو يې د رد کمپاينونه کول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د