ټولنیزه برخه

د شخصي ځواک درې لارښونې

لیکنه: براین ټریسي

ژباړه: مشتاق رحیم

ستر مشران یا رهبران د خپل شخصیت درې ځواکه د خپل شخصي ځواک او اغیز د ډیرولو دپاره کاروي-

ستاسې احساسات ساري (خپریدونکي) دي

لیوالتیا او جذبه هغه لومړې ځواک دې چې تاسې ورته په ځپل ځان کې وده ورکولې شئ- څومره ډیر چې تاسې د یو مهم څه د ترلاسه کولو په اړه لیواله و اوسئ، همدومره به نور خلک د دغه څه د ترسره کولو په بهیر کې تاسې سره مرسته وکړي- حقیقت دا دې چې احساسات ساري (خپریدونکي) دي- څومره چې تاسې د خپل ژوند او خپلو کارونو د کولو دپاره جذبه او شوق ولرئ، همدومره به تاسې  د زړه راښکون یا جذابیت (کریزما) خاوند و اوسئ، او همدومره به له نورو مرسته ترلاسه کړئ- هر ستر نارینه یا ښځینه یوې سپیڅلې موخې ته پوره ژمن اوسیدلې، او په پایله کې دغه کسانو ډیرې وخت د زرګونو او میلیونونو نورو خلکو ملاتړ او هڅونه د ځانه سره درلودلې ده-

د زړه راښکون یا جذابیت (کریزما) لارښونه

مهارت یا وړتیا د شخصیت د ځواک دویمه برخه ده چې تاسې ورته په خپل شخصیت کې وده ورکولې شئ- څومره ډیر چې تاسې په خپل کار کې ماهره او پوه وګڼل شئ، تاسې به همدومره جذابیت یا کریزما د هغو خلکو تر منځ ولرئ چې دغه پوهې ته درناوې د دې له کبله چې دا دوي په ژوند اغیز درلودې شي لري – دا د لوړ والي ځواک هم دې، تاسې په خپله کاري ساحه کې له نورو لخوا د یو برجسته کارکونکي په توګه نمانځل کیږئ- هغه نارینه او ښځې چې خپل کار په بیخي ښه ډول پرمخ بیاي او هغه چې د خپل کار د کیفیت له کبله ستایل کیږي هغه خلک دي چې په طبعي ډول دخلکو ملاتړ او مرسته جلبوي- دوي زړه راښکون یا جذابیت (کریزما) لري-

هرې غونډې ته پوره چمتو والې ولرئ

د شخصیت دریم ځواک چې تاسې ته د نورو په نظر کې زړه راښکون یا جذابیت (کریزما) دربخښي هغه ستاسې هر اړخیز چمتو والې دې، د هر یو مهم کار څخه ترمخه پوره چمتو والې- که تاسې چیرې یو ممکنه پیرودونکي سره وینئ، او که خپل مشر یا آمر سره ناسته لرئ، که کومه عامه ناسته کې وینا ورکوئ، یا کوم بل پریزنټیشن لرئ، کله چې تاسې پوره چمتو و اوسئ، نو ستاسې خبره ټولو ته ډیره روښانه وي- د ډیرو ځوانانو کاري ژوند یوازې د دې له کبله چې مهمو غونډو ته پوره چمتو والي سره راځي په چټکتیا سره پرمخ تللې دې-

په خپله موضوع پوره حاکمیت پیدا کړئ

که چیرې یوه را روانه غونډه یا مباحثه مهمه ده، خپلې موضوع باندې د حاکمیت پیدا کولو ته پوره وخت ورکړئ آن که  ډیرو ساعتونو یا هم ورځو ته اړتیا وي- د دومره پوره چمتو و اوسئ چې هیڅ یو څه هم تاسې و نه شي ویرولې-په موضوع فکر وکړئ او هره شونتیا او پایله په پام کې ونیسئ- ډیرې وخت، د پوره چمتووالي هڅه به تاسې دپاره د بلې هرې طریقې په پرتله خورا ښه د خلکو د احترام زیږونکې و اوسیږي-

ښه یادښتونه واخلئ

په یاد ولره چې ځواک د هغه چا سره دې چې پوره چمتو والې لري او ښه یادښتونه یې اخیستې- هر څه په نظر کې نیول کیږي- هیڅ څه تصادف ته مه پریږدئ- کله چې تاسې د خپل مسلکي ژوند یا کار په اړه یو څه کوئ، ښه ډیر وخت واخلئ ترڅو دغه څه په لومړي ځل سم وکړئ-

تاسې د پرمختګ او جوړیدو په حال کې یاست- تاسې تل ستریږۍ او وده کوئ- ستاسې دنده دا ده چې تر وروستي بریده له ټولو ښه رهبر جوړ شئ، او تاسې تر ټولو ښه رهبر جوړیدې شئ، د دې د شخصیت د ځواک دوامداره او ژمن تمرین له لارې-

عملي تمرین

دوه لارې چې په مرسته یې تاسې وړاندې کړې شوي نظریات عملي کولې شئ دلته وړاندې کیږي:

لومړې، که غواړئ چې نور خلک هم وپاروئ نو د خپلو موخو او کار په اړه لیوالتیا او جذبه و ښایئ- خپل باور او ژمنتیه هر وارې چې درته موکه برابریږي نورو ته څرګنده کړئ-

دویم، خپل ځان په خپل کار کې د لا ښه کولو عمري پروسې ته وسپارئ- هرې غونډې ته ځان پوره چمتو کړئ- په هر کار کې بې ساري و اوسئ-

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x