د روژي دوه ویشتمه ورځ د تاریخ پاڼو کي

شفیق احمد ریان

بسم الله والحمدالله

د طایف غزا:

د روژي په ۲۲ ورځ په ۸هـ ق کال کي چي د ۶۳۰ میلادي کال د جنوري له ۱۲ تاریخ سره سمون خوري د طایف غزا پيښه شوه .

د امام ابن ماجه رحمة الله علیه وفات :

د روژي په ۲۲ ورځ په ۲۷۳ هـ ق کال کي چي د ۸۸۶ میلادي کال د فبروري د میاشتي له ۲۰ تاریخ سره سمون امام حافظ ابو عبدالله محمد بن یزید بن ماجه قزویني رحمة الله تعالی علیه له دنیا څخه سترګي پټي کړلي ، نوموړي د رسول الله صلی الله وسلم د حدیثو په ټولولو کي ډير کار کړی دی ، سنن ابن ماجه د حدیثو د شپږو مشهورو کتابونو چي په صحاح سته سره هم یادیږي له جملي څخه دی . صحاح سته کتابونه عبارت دي له : صحیح بخاري ، مسلم ، سنن نسائي، ترمزي،ابي داود او ابن ماجه .

همدا رنګه ابن ماجة رحمة الله علیه د تاریخ قزوین په نوم کتاب او د قران کریم تفسیر هم لیکلي دی .

د عبدالرحمن الناصر پيدایښت :

د روژي په ۲۲ ورځ په ۲۷۷ هـ ق کال مي چي د ۸۹۱ میلادي کال د جنوري د میاشتي له ۷ تاریخ سره سمون خوري د اندلس اتم اموي واکمن عبدالرحمن ناصر دنیا ته سترګي وغړولي ، نوموړی اولنی شخص دی چي په اندلس کي يي د ځان لپاره د امیرالمؤمنین لقب  انتخاب کړ . د عبدالرحمن ناصر په پنځوس کلنه واکمني کي اندلس ته  په علم تمدن او ثقافت کي ډير کار وشو .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د