د انسان لپاره شیطاني دامونه – شپږم زنځیر

عبدالمالک روحاني

پر شپږم زنځیر شیطان څه درته وایي؟
په هغه شي دي مشغوله کوي چي د هغه اهمیت په اسلام او عباداتو کي کم وي.

وروڼو! تاسو ته معلومه ده چي اسلامي او ایماني کارونه هر یو ځانته مرتبه او درجه لري.
لکه څنګه چي رسول الله(صلی الله علیه وسلم) فرمایي: ایمان څو شپیته برخي او څانګي دی، چي تر ټولو ښه او غوره یې د (لا اله الا الله) ویل دي او تر ټولو کښته یې د لاري څخه د آزار(ضرري شي) ایسته کول دي.
نو د دې حدیث په استدلال سره دا معلومه خبره ده چي اسلامي عبادتونه او مسئولیتونه هر یو ځانته مرتبه او درجه لري، ځیني په اجر او ثواب کي لوړ دي او ځیني کښته.
نو شیطان که په نورو تېرو سوو زنځیرونو کي پر تا نه سو کامیابه، په شپږم زنځیر کي یې دا وظیفه ده چي د هغه شي څخه دي را وګرځوي چي ډیر ثواب او ډیر اهمیت لري او په هغه شي دي مشغوله کړي چي ثواب او اهمیت یې په اسلام کي لږ وي.
چي په دغه زنځیر کي زیاتره متدین مسلمانان بند سوي دي.

ته به یو څوک و وینې چي ډیر مهم کار یې پرې ایښی دی، خو دلاري څخه به ډبري ایسته کوي.
که ته پوښتنه ځیني وکړې چي دا څه کوې؟
دی په جواب کي وایي دا د ایمان د شعبو څخه یو شعبه ده، د لاري څخه د خلکو د آزار شیان لیري کوم.

وروره! تر دغه مهم کارونه سته، هغه دي هېر کړي دي.
دا د شیطان شغل دی چي اعلٰی او ادنٰی یې درڅخه ورک کړه، لوړ عمل په کښته درجه کي درښکاره کوي او کښته عمل په لوړه درجه کي.

دا ولي؟
ځکه په لوړ عمل کي ثواب ډیر دی او په منځني عمل کي منځنی ثواب دی، په کښته عمل کي تر هغه هم لږ ثواب دی.
نو شیطان غواړي چي ته د هغه لږ ثواب عمل تر سره کړې او هغه ډیر ثواب ته دي نه پریږدي.

اوس مو ولیدل چي شیطان تر کومي اندازې زموږ سره دښمني لري!؟

اوس نو که ته غواړې چي دغه زنځیر کي هم شیطان نه سي کامیابه، نو څه باید وکړې؟

د علماوو څخه پوښتنه وکړه، دهغو کسانو څخه پوښتنه وکړه چي پوهیږي، چي د عمل ترتیب در وښي.
د اعمالو د ترتیب پوښتنه وكړه، چي زموږ رب څه شي تر څه شي دمخه کړي دي، کوم عمل ډیر مهم دی او د کوم عمل اهمیت لږ دی.
کله چي اعمال ترتیب سول نو بیا به د شیطان دا چال هم کار ونه کړي.

د شیطان د زنځیر شپږمه کړۍ هم وشلیدل!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د