fbpx

پښتونخوا حکومت د مهاجرینو د ویستلو او UNHCR تر ۲۰۱۷ پورې د پاتې کېدو وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): د خیبرپښتونخوا حکومت د پاکستان مرکزي حکومت ته وړاندیز کړی چې په دغه هېواد کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو وخت نور تمدید نه کړي.

په عین حال کې د مهاجرینو په اړه د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ UNHCR بیا د پاکستان له حکومته غوښتي چې تر ۲۰۱۷ز کال پورې د افغان مهاجرینو وخت تمدید کړي.

په داسې حال کې چې دوه ورځې وروسته د جون په ۳۰مه په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو رسمي وخت پوره کیږي د خیبرپښتونخوا حکومت له مرکزي حکومته غوښتي چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو موده نوره ونه غزوي او سملاسي د ثبت او ناثبت افغان مهاجرینو د ویستلو لړۍ پیل کړي.

ایکسپریس ټریبیون د یوه پاکستاني چارواکي له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې ذکر شي، لیکلي دي چې د مهاجرینو په اړه به نوې پالیسي تر هغه وروسته عملي کیږي چې لومړی وزیر نوازشریف هېواد ته راستون شي.

سرچېنې زیاته کړې چې نوې پالیسي تر کتنې لاندې ده او په دې اړه به د پاکستان لوی درستیز د نظر اخېستلو او وړاندیزونو لپاره له هغه سره هم خبرې کیږي. هغه ویلي چې حکومت په دې اړه پریکړه کړې چې د افغان مهاجرینو په اړه د ۲۰۱۵-۲۰۱۷ پالیسي به یو ځل بیا تر غور لاندې نیسي او نوې پالیسي به د سرحدونو د ساتنې د قانون سره سمه جوړیږي.

د مهاجر کارتونو اعتبار

د خیبرپښتونخوا حکومت چارواکي په وینا حکومت یې د پاکستان مرکزي حکومت په دې خبر کړی چې افغان مهاجرین په بېلابېلو جرمونو کې ښکېل دي. پاکستاني چارواکي ډیری ځل د بریدونو او چاودنو مسوولیت په افغان مهاجرینو ور اچوي.

د نوموړي د معلوماتو پر اساس د مهاجر کارتونو د تمدیدولو په اړه تر دې دمه پریکړه نه ده شوې خو د مهاجرینو نړیوال سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې کارتونو موده تر ۲۰۱۷ پورې وغزوي.

په عین حال کې د مهاجرینو د نړیوال سازمان UNHCR ویاندې دنیا اسلم خان ایکسپریس ټریبیون ته ویلي چې د پاکستان حکومت تر دې دمه رسما د مهاجرینو د پاتې کېدو یا د ویستلو لپاره رسما څه نه دي ویلي.

هغې زیاته کړې چې د مهاجرینو سازمان په دې ټینګار کوي چې افغان مهاجرین په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي. د دنیا په وینا پخوا يې یو افغان مهاجر ته ۲۰۰ ډالر ورکول خو اوس یې دغه مبلغ في نفر ۴۰۰ ډالرو ته پورته کړی دی.

سرچېنې په باور د پاکستان مرکزي حکومت کابېنه به د مهاجرینو د پاتې کېدو په اړه پریکړه وکړي او دی هیله‌منده ده چې حکومت به موده نوره هم وغزوي ځکه په افغانستان کې ډیری سیمې لا هم نا امنه دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د