
د چک برېښنا بند باندې کار پیلیږي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، غبرګولي ۸مه ۱۳۹۵ل): د میدان وردګ ولایتي شورا مسوولین وايي چې را روانه اونۍ به د چک برېښنا بند په بیارغونه رسما کار پیل شي.
یاد بند د افغانستان یو له پخوانیو بندونو څخه دی، د کورنیو جګړو وړاندې د دغه بند څخه ترلاسه کېدونکي برېښنا به کابل ته ورکول کېدله او د جګړو پر مهال د سیمې ولسونو يې په خپل امنیت نیولی و.
د میدان وردګ ولایتي شورا رییس اخترمحمد طاهري ویلي چې د یاد بند قرارداد د ملي تداراکاتو د کميسیون له خوا تایید شوی دی او اینده اونۍ به د افغان – تاجک په نوم شرکت سره به لاسلیک شي.
هغه زیاته کړې چې د قرارداد د لاسلیکېدو سره به د بند ډیزاین او سروې باندې کار پیل شي او د جوړولو چارې به يې په لوړ کیفیت پیل شي.
د افغان – تاجک شرکت مسوول هم خلکو ته ډاډ ورکړی چې د بند کارونه به د نوي معیارونو سره سم وکړي او هم به یې کیفیت په نظر کې نیسي خو د سیمې خلک باید د انجنیرانو سره همکاري وکړي.
د سیمې یو تن اوسیدونکي عصمت الله صالح پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د دغه بند د جوړولو په اړه پخوا هم ډیرې ژمنې ورکړل شوې وې او خلک نور له دغو ژمنو ستړي شوي وو اوس د دغې ولسوالۍ خلک د عملي کار غوښتنه لري.
د چک برېښنا بند په ۱۳۲۵ل کال کې د المان هېواد له خوا جوړ شوی و او هغه مهال یې د درې میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت درلود. د کورنیو جګړو له کبله د دغه بند پراختیا چارې وځنډول شوې او اوسمهال یواځې څو کلیو ته برېښنا ورکوي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په هرات کې د سلما بند او په فراه کې د بخش اباد بندونه هم پرانېستل شول چې د ولس لخوا د تود استقبال سره مخ شو.