افغانستان

حراست او ثبات ټولنه: د ګډ حکومت مشروعیت په سنبله کې پای ته رسېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د حراست او ثبات ټولنې غړي وايي چې روان حکومت راتلونکې سنبله میاشت کې خپل مشروعیت له لاسه ورکوي.

دا ټولنه چې د واک د ویش پر سر را منځته شوی حکومت ورته مشروع ښکاري، وايي چې حکومت باید د خپلو دوو کلونو تر پوره کېدو وړاندې د ټاکنو غم وخوري.

د کورنیو چارو پخواني وزیر او د دې ټولنې غړي عمر داودزي ګډ حکومت د دوو کلونو «مېلمه» بللی او ویلي يې دي چې تر دوو کلونو پوره کېدو وروسته افغانان د دې مېلمه کوربه توب نه شي کولی.

داودزی وايي چې د حکومت تر منځ شوی قرارداد د دوو کلونو لپاره و، نور نو باید حکومت د ټاکنو لپاره تیاری ونیسي.

د هغه په خبره که حکومت د ټاکنو وس نه لري نو باید د اساسي قانون لویه جرګه را وغواړي او په وينا يې ولس باید له بې رهبرۍ وژغورل شي.

د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ د امریکا په سفارت کې د شوي تړون له مخې د دوی موده په را روانه سنبله میاشت کې پای ته رسېږي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال په لومړیو کې په ډاګه کړه چې د دې حکومت موده پنځه کاله ده.

حراست او ثبات ټولنه چې د حکومت د پخوانیو چارواکو په ګډون پکې ګڼ سیاسیون را ټول دي له سنبلې وروسته حکومت بشپړ نا مشروع بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
wali khan

هههههههههههه،ښه دی په سنګ کی وسره استا د سیاف او اسما عیل خان نه ولاړ ځکه هغوی خو پوه خلک دی دحا لتو نه خیر دی دجا نکیری جواز چی دری کا له نور مولی وحدت حکومت ته ورکړ خبر دی خو دا اودزی بیچاره لکچی کوم حارجی سفراو یا خپل دما رکیټونو دلیدلو لپاره سا حو ته تلی وه. کیدای شی دی څو ورځو کی بیا چیرته لاړ شی ځکه چی جا نکیری به ورپسی ګرځی . تا سو تری پوشتنه اوکړی چی میدیا مخکی خبری کوی خپل کور یا شخصی مجلس کی نه یی نا ست

محمد نعیم سادات

د حراست او ثبات ‌‌‌‌‌‌ډله مه ورته وایی بلکی د تعصب او د ایران د تالی څټو ‌‌‌‌‌‌ډله باید دا ‌‌‌‌‌‌ډله وبلل شی . دا ‌‌‌‌‌‌ډله د ایران د ګټو د خوندیتوب لپاره د افغانانو په منځکی قومی تعصب خپروی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x