fbpx

د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د محکمې رییس، کابل کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د غزني د رشيدانو ولسوالۍ د محکمې رییس کابل ښار کې په ډزو وژل شوی.

د کابل ښار امنیتي مسوولین وايي چې پېښه تېره شپه د پنځمې امنیتي حوزې اړوند په دېوان بېګي سیمه کې شوې ده.

د پولیسو یو تن مسوول مل پاسوال همایون عیني رسنیو ته ويلي چې قاضي بخت ګل تېره شپه په دېوان بېګي کې پخپل کور کې وژل شوی دی.

د هغه په خبره نوموړی مرګونی ټپي شوی و، چې روغتون ته په لاره کې يې سا ورکړه.

هغه وویل چې بریدګر په تېښته بريالي شوي، خو په وینا يې پلټنې يې روانې دي.

قاضي بخت ګل د میدان وردګو ولایت له استیناف محکمې نه د غزني رشیدانو ته د محکمې د رییس په توګه تبدیل شوی و، چې د دندې تر پیل وړاندې ووژل شو.

ياده دې وي د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالۍ مرکز د امنیتي ستونزو له امله د ګېرو، اب بند او زنخان په څېر غزني ښار ته انتقال شوی دی.

تر اوسه چا د قاضي جنت ګل د وژل کېدو مسوولیت نه دی منلی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د