شعـــــرونه

ما او تا وژني! – د سميع الدين افغاني شعر

20090506130121ENLUS0172068012416148دا چې پرون ، نــن او سبا وژنــــي

د کلي خلک مـــو بې ګناه وژنـي

دا د غليم مکر ، دوکه ده ګورئ

چې مې دکور هم د صحرا وژني 

تمه د رحم ، ستړيدو يې نشته
قاتل بـــې رحمه دی دنيا وژني

کله ږ دي يو نوم کله بل نوم راته
دا بل څوک ندي ما او تا وژني

خپلو نــاوړو پلانــــو په خاطر
څوک په تياره څوک په رڼاوژني

راځئ چې يوکړوداخواره قومونه
لږ شو بيداره چـې مــو بيا وژني

څوبه ويــده يودغفلت پــه خوبو
چې په جومات کې مو ملاوژني

يوه جرګه يــــوه نــــاره شــو سره
زموږه زوړ هــم مـــوبرنا وژني

څو به بـــاور په بې بـــاورو کوو
افغاني ستا دين او رضا وژني
———————————
سميع الدين افغاني
١٥ – ٣ – ٢٠١١ م٠ کال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx