شعـــــرونه

غزل: مينه ځلا

مينه ځلا

یو چا په ياد کې ويښ وو تر سهاره يو سړى
هجران په چړو غوڅ وو انتظــــاره يو سړى

په سترګو کې یې اوښکې ملغلري ښکارېدې
راتلو به هره ورځ پر دغه لاره يوسړى

بار کړی پر اوږو وه جنازه ده ژوندانه
د وخت له ستمونو وو بيزاره يو سړى

د مينې په نامه يې دلته هيلې قتلېدې
غمونو رسولى وو تر داره يو سړى

نور په دې دوزخ وطن کې ژوند تیرول ګران دی
په تور ماښام  روان وو له دې ښاره يو سړى

ځلا لا تر دې دمه د هغه په نامه ژوند کړي
له تا نه چې يې غوښتې وو باداره يو سړى

مینه ځلا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x