fbpx

مشرانو جرګې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان تاييد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۵ل): مشرانو جرګې د ولسي جرګې له لوري د ولسمشر رد شوی فرمان تاييد کړ.

د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د ټاکنیزو کمیسیونونود جوړښت، دندو او مسوولیتونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تاييد کړ.

دغه فرمان چې د تېرې – جوزا – میاشتې په وروستیو کې د ولسي جرګې له لوري د رایو پر اکثریت رد کړل شوی و، مشرانو جرګې تاييد کړ.

د مشرانو جرګې له لوري په داسې حال کې د ولسمشر دا فرمان تاييدېږي چې تېره ورځ اجراییه رییس د وزیرانو شورا ناسته کې ټاکنيز اصلاحات مهم وبلل او ويې ویل چې هیڅوک دې ترې د تېښتې هڅه نه کوي.

عبدالله عبدالله وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د اروپايي اتحاديي ځانګړي استازي نیکولاس هیسم د افغان حکومت او ولس تر منځ فاصله پراخېدونکې وګڼله.

هغه وویل چې که حکومت ژر ټاکنیز کمیسیونونه اصلاح نه کړي او ټاکنې ونه کړي د ولس پاتې باور به هم له خاورو سره خاورې شي.

د ټاکنیزو کمیسیونونو غړي وايي چې د اصلاحاتو تر نامه لاندې هڅه کېږي چې د ګډ حکومت دواړه مشران دا کمیسیونونه هم نیم په نیمه له خپلو کسانو ډک کړي.

په ورته وخت کې د حراست او ثبات ټولنې پر حکومت غږ کړی چې په راتلونکې سنبله میاشت کې يې شوی قرارداد پای ته رسېږي، یا دې د ټاکنو غم وخوړل شي یا دې هم د لویې جرګې تابیا ونیول شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د