ادبي لیکني

سپېڅلی احساس

عبدالله الهام

شپه وه تیاره وه دآسمان پرمخ ستوري نه ښکارېدل سپوږمۍ نه معلومېده ځکه دا خو نو درب العزت نظام وه د کرمۍ شپې تېرې شوې وې دمني شپو هم وروستۍ سلکۍ وې دژمي هم راباندې زېری شوی وو موده وروسته هغه هم را روان وو زه د خیالونو په نړۍ کې ډوب وم نن شپه دهر څه رنک بدل وو ماته ښکارېده چې هرڅه راسره خبرې کوي کوټه کې راسره ناست زه اود کاکا زوی مې چې دواړه یوځای له دولسم ټولکي څخه فارغ شوو د دې کړي مزل کړاوونه ستونزې مو تر سترکو سترکو کیدلې دکاکا ځوی سره مې تر ډېره په دې باندې خبرې وکړې چې هغه پوهنځی باید ووایو کومې سره چې مینه لیوالتیا اولاس بري وو پرې یوخو زه دټولنې نیمکړتیاوو،فقراوبیچارکۍ درد ولم بله داچې دهیواد په هرکوډ کې  هره ورځ دچاودنو زیری کېدو دوینو سیلابونه وو سهار ماښام د وروڼو وژل وو داسې ورځ مې نه په زړه کېږي چې خویندې مې یتیمې نشي میندې مې دې کونډې نوي هره شپه په لسکونه کورنۍ کې به  دغم ټغر اوار وو سبا ته مود دولس کالو کوښښ اوکړي مزل پای وو زه ورته وار دمخه وارختا وم چې څه به کېږي.

زه به کامیابېږم او که نه خوکه کامیاب شم کوم ولایت کومې پوهنځۍ ته به ځم،قسمت به مې څه راسره کوي،دنصیب پرېکړه به زما په حق کې څه وي یو خو زه له ښوونځي نه هم په ښه نمره نه وم فارغ شوی بله غټه ستونزه داوه چې په هغه کلونو کې د کلي کانو بازار هم ډېر کرم وو زما نه چې مخکې کوم ملکري فارغ شوي وو ټولو زیاتی وخت دا راته ویل چې نښتر جانه !که غواړې له دولس کالو زیار اوکوښښ وروسته خپل دخوښې پوهنځۍ ته کامیاب شې باید له هغه کسانو سره خبرې وکړې چې کليانې خرڅوي مکر زما چېرته دا وجدان منله ماد ضمیر په نامه څه پېژندل زه د بېوزلې کورنۍ څخه نه وم زما کورنۍ دومره څه راکول چې خپلې ورځنۍ ستونځې پرې حل کړم خو اوف ارمان ډېری داسې ملکري مې لرل چې هغوی خپلې ورځنۍ اړتیاوې هم نشوېپوره کولای سره له دې زما سره په ټولکي کې ډېری برخه ټولکیوال دبېوزلو کورنۍ څخه وو هغوی خوبه هر وخت ماته دزړه حال سپين اوصفا ویلو دا یې آرمان وو هیلې یې درلودې چې کله له خیره سره فارغه شوو وروسته به دغه پوهنځۍ ته کامیابېږو که خدای کړي وو له دې ستونزو به هم خلاصېږو.

اف هغه شپې ورځې چې کله اوس هم را یادېږي.

اې ! تاسوباور په خدای وکړۍ دشپې ترناوخته خوب نه راځي دچا پلار چاودنه کې شهید شوی وو دچا مجاهد وو په حق رسیدلی وو اودچا بیانو مسافرۍ خوړلی وو ابدیت ته یې مخه کړې وه زما دخواږه ملکري اوټولکیوال بیا تردۍ ټولو ستونزې زیاتي وې ماته به یې ویل نښتر!زه چې کله دمور په بتن کې وم هغه راباندې ناروغه شوې وه په کلي کې مو روغتون،کلینیک اوښځینه ډکتره په ځای پرېږده نرینه ډکتر موهم نه درلوده

دشپې یوه نیمه بجه وه وایي مور مې یې دښارپه خوا روانه کړې وه خوهی هی هی چا د موټرمرسته هم راسره نه کوله یوخو موږ بېوزله وو بله خوا مې پلار ورونه نه لرل دموراوپلاریواځنی زوی وو له نیکه مې هم داسې څه په میراث نه وو پاتې چې ښه ورځ دې پرې تېره کړو خو زما نه مخکې یومشر له هغه وروسته دوې خویندې وې کل خان کاکا مړدی مکرزه اوس هم په هر لمانځه کې ورته لاس لپه او دعا ورته کوم چې لوی خدای(ج)دې یې جنت ځای کړي هغه خوارکي موټر را ايستلی وو مور اوپلار مې یې ښارخواته روان کړي وو ماما مې وایي فیصل جانه کاشکي دې پلار خويندې او مشر ورور نه وای ورسره بيولای کنه نو نن به ته هم یواځې نوای مکر دا نو دتقدیر فیصله وه کله چې  دې مور دوی څوکلي ترشا پرېښودل دولسوالۍ له بازاره اوښتي وو له پوستې څخه عسکرو پرې نارې وهلې درېش درېش درېش کل خان کاکا ورته موټر درولی وو کلیوال عسکردموټرمختهودرېده پلار ته دې يې ویلي ووکاکا جانه خيرت دی په دې ناوخته کې چېرته ځۍ دا امنیتي وضعیت ته نکورۍ؟ هره ورځ دلته جنک وي سهار اوماښام ددې خاورې دښمنان په سړکونو باندې ماینونه ځای پرځای کوي پلاردې ټوله کیسه اودمور ناروغي ورته وویله خو دقوماندان صیب دې هم جنت ځای شي عسکروته یې غږ وکړ هله زر کوۍ موټر را وباسۍ میوند اوهیواد دې هم دواړه راشي پلارته یې دې ويلي وو چې موږ به مخکې شوو تاسو هم موږ پسې راځۍ اودپوستې پاتې عسکرته یې امر وکړ له هر کلي چې وتو تاسو ته به راپور درکوو په خپلو پاتې عسکرو کې یې یو مشر وټاکه .

مامک مې وايي څلورم کلي ته چې کله رسيدل مخ کې نظامي موټر په ماین ور سیخ شوی وو چې دې میرات مړي ماین څو برخې لرلې اولینونه یې یوله بل سره تړلي وو دواړه موټران درنې چاودنې ژوبل کړل چې ستامور،پلار اودپوستې قومندان پکې زیات ټپيان شوي وو پاتې نور دوه عسکره کل خان کاکا خویندې اومشر ورور همغلته ځای پرځای شهیدان شول خوکاشکي نښتره! زه دهغوی ټولو پرځای په مړ وای.

ای نښتره ! سربه دې څه خوږ وم له هغه وروسته له کلي څخه د نږدې پوستې بل موټر راغلو ټول ټپیان اوشهیدان یې دښار تر روغتون رسولي وو له مور پرته مې نور ټپیان په کم وخت توپیر سره په حق ورسېدل خو مور مې وايي چې درې ساعته نوره هم ژوندۍ وه زما له پیدایښت څوشیبې ورورسته مړه شوه.

هغه خوارکي هم ډيرې هیلې او آرمانونه لرل ماته به یې ویل زه که خیر وه ان شاءالله دلوی خدای(ج)په مرسته سره دخپلې خوښې پوهنځی انجنیري ته کامیابېږم هغه دوخت ارزښت پیژانده فیصل زموږ دټولکي اول نمره وه سره له دې چې دومره ستونزې یې لرلې بس دایې نو د ژوند اوځان پرمخ تک لپاره ټارکیټ(هدف)ټاکلی وو دکانکور آزموینه تېره شوه هغه په لمړي کال دخپل خوښې پوهنځۍ ته کامیاب شو خو زه لا هم په خپل هدف کې پاتې راغلی یم.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x