شنونکي: دوستم په شمال کې پښتون وژنه پیل کړې ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په شمال کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو تر نامه لاندې په جګړه بوخت دی.

سیاسي شنونکي او خبريالان وايي چې دوستم په شمال کې د پښتنو ټول وژنه پیل کړې ده.

د سیاسي چارو کابل مېشتی شنونکی انجینر نظرمحمد مطمین په شمال کې د دوستم کړنې « خپلسري» بولي او له دولته غوښتنه کوي چې د داسې خپلسریو مخه دې ونیسي.dostam-hsamal3

نوموړي د دوستم د ملېشو له لوري د نیول شويو ځوانانو چې هغوی طالبان بولي په اړه لیکلي:

«په انځورونو کې له ورایه ښکاري چې ممکن دا کسان به د کورونو څخه را ایستل شوي وي، تر څو ددوی شتمنۍ لوټ او جایدادونه يې نورو قومونو ته پاتې شي.»

مطمئن پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې که حالات همداسې روان وي، ښايي د افغانستان وضعیت بېرته اویایمو کلونو ته ګرځي:

«که په شمال ولایتونو کې د خپلسریو مخه ونه نیول شي، هیواد مو بیا ځل اویایمو کلونو ته ګرځي. په لوی لاس خلک تاوتریخوالي ته مجبوره کیږي. »

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند هم ورته نظر لري، هغه په شمال کې د دوستم فعالیتونه د پښتنو ټولوژنه بولي او پر حکومت غږ کوي چې د حالاتو تر خرابېدو وړاندې يې باید مخه ونیول شي:

«په شمال کې ګلم جمو او د شورا نظار لنډغرو په پښتنو اسمان را کوز کړی. د ملي وحدت تر نامه لاندې شرکت باید یو مشروع او افغاني حکومت ته ځای پریږدي، کنه افغانستان به بیرته د نویمو لسیزو جګړو ته وګرځي.»

د شمشاد تلویزون د سیاسي خپرونو چلوونکی میرویس ستانکزی بیا په شمال کې د دوستم جګړه پر پښتون قوم د پېړۍ وحشت بولي.

هغه پر حکومت غږ کوي چې له ده سره شواهد او د ولسي وګړو د اړیکو شمېرې شته، چې پرلپسې د دوستم له وحشته شکایتونه کوي.

ستانکزی لیکي:

«هې حکومته! که زه به تش تور واردوم نو ته به بې ننګه يې چې د داسې تهمت په واردولو سربېره لا به مې هم نه زنداني کوې ، او که رښتيا وايم او ته هم پرې پوهېږې او مخه يې نه نيسې نو تو لعنت دې پر تا وي او ته د هرې سختې سزا وړ يې، ولس به دې مخ تور او محاکمه کړي.»

ستانکزی حکومت ته د پېغور په ډول کاږي چې ستاسې د هر قدم د حساب شعار را پورته کړی و، خو اوس د دوستم د قدمونو څوک پوښتنه نه کوي:

dostam-shamal2«همدا ستا ويندويانو ويل چې دلته هر قدم په حساب دى، نو ته کوم قدمونه حسابوې؟، ته ولې ددې ځناور د وحشيانه قدمونو د حساب توان نه لرې.»

یاده دې وي جنرال دوستم تېر کال هم په شمال کې له طالبانو سره د جګړې په پلمه د ګڼو پښتنو کورونه او ان ناموسونه ولوټل.

د نوموړي له وحشته کابل ته راغلو مشرانو په اوښلنو سترګو د خپلو ناموسونو د لوټ ترخې ګیلې کولې.

ياده دې وي په ورته وخت کې په بل شمالي ولایت پروان کې بیا حکومتي چارواکي بیا کوچیانو ته له تذکرو ورکولو انکار کوي.

د کورنیو چارو وزارت په ګډون ښکاره پرېکړه شوې چې کوچیانو ته به تذکره نه ورکول کېږي، خو ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي چې له دې وروسته به هر پښتون تر همدې حکم لاندې له تذکرې پاتې وي:

«دا باید په ډاګه و ویلی شي چې هر پښتون به وروسته له دې په پروان کې د کوچي تر حکم لاندې راځي او تذکره به یا نه ورکول کیژي او یا به ېې ژبه دری لیکل کیژي د ملي وحدت دا تاریخي خیانت د بخښلو نه دی.»

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د