ټولنیزه برخه

پر ځان مو له داخله کنټرول ولرئ

 ژباړه : حمیدالله حمیدي

فکر وکړئ یوه ورځ څوک درته سهار وختي زنګ وهي او پر صفتونو دې شروع کوي؛ لکه ته د ځمکې پر سر تر ټولو ښه، بریالی او هڅاند انسان یې، پوهېږې زه ستا پر دوستۍ افتخار کوم! او… معلومه خبره ده چې د دې خبرو په اورېدو سره د خوښۍ احساس کوئ.

خو بله ورځ همدا کس په چپ اړ را پاڅېږي، درته زنګ کوي او هغه څه یې چې په خوله ورځي درته وایي؛ لکه ته یو کمزوری انسان یې، ته هېڅ هم نه شې ترسره کولای او … دا خبرې به تاسو ته څه احساس درکړي؟

معلومه خبره ده چې د دې خبرو په اورېدو سره به تاسو د خپګان احساس وکړئ. په حقیقت کې کله یې چې په لومړۍ ورځ درته ستاسو د کړنو صفت وکړ، د خوښۍ احساس مو وکړ، خو بله ورځ یې چې ستا په اړه ناوړه او زړه ماتوونکې خبرې وکړې، تاسو هم خپه شوی او زړه ماتې یې کړی. په دې وخت کې ستاسو د ژوند تګلاره چا کنټرولوله؟ معلومه خبره ده ((هغه!)) تاسو غواړئ ټول ژوند مو همداسې تېر کړئ؟ نه په هېڅ صورت هم نه! دا هغه تګلاره ده چې د (بېروني کنټرول) په نوم یادېږي. ته باید (داخلي کنټرولوونکی) ولرې او بل څوک دې هدایت نه کړي.

که څوک دې په اړه درته صفتونه او ستاینې وکړي، له ځان سره باید خوښ شې او ووایې چې زه په رښتیا هم یو بریالی کس یم او که خدای مه کړه زړه ماتوونکې خبرې یې درته وکړې هم باید پر خپل ځان باور له لاسه ورنه کړئ؛ ځکه تاسو مخکې له مخکې خپل ځان پېژندلی او د ځان په اړه کومه اندېښنه نه لرئ. که د چا د دې خبرو تر حملې لاندې راغلې او ورته ودې ویل، زه دې خوشحاله، یا خپه کړم، پوه شه چې ته لا اوس هم له بېرون څخه کنټرولېږې، خو که له ځان سره دې وویل چې زه خواشینی یم او یا هم غواړم
خواشینی شم نو بیا دې په داخل کې کنټرولوونکی پیدا کړی دی.

دلته به د یوه تجربه لرونکي هندي سپین ږیري کس یوه لنډه کیسه درته وکړم، هغه داسې وه چې یوه ورځ یو تجربه لرونکی سپين ږیری پر لاره روان و، له یو چا سره مخ شو، هغه کس ورته بدې خبرې وکړې خو دی لا چوپه خوله ولاړ و، کله چې د مقابل کس خبرې خلاصې شوې سپین ږيري ورته وویل یوه پوښتنه درنه کوم، که یو څوک ډالۍ قبوله نه کړي ډالۍ بېرته د چا کېږي؟ هغه کس ورته وویل معلومه خبره ده، د ډالۍ ورکوونکي.

سپین ږيري ورته وویل ما ستا ډالۍ قبوله نه کړه، سړی یې پرېښود او ده خپله لاره ونیوه. دلته ښکاري چې دغه تجربه لرونکي سپین ږيري داخلي کنټرولوونکی درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x