fbpx

له پاکستان سره پر ډېورنډ کرښه د تاسیسات هوکړه رسوا شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۵ل): «د ساحوي همغږۍ په محل کې د نویو پوستو جوړول او دفاعی تاسیساتو پراخول د واردمخه اطلاع او دواړو خواوو د همغږۍ پر اساس ترسره کیږي.»

دا د پاکستان او افغانستان تر منځ د SOP تړون د شلمې مادې متن دی، چې پر ډېورنډ کرښه د تاسیساتو د هوکړې په اړه د دواړو لوریو همغږې ثابتوي.

دغه تړون چې له مخې پاکستاني ځواکونو په افغان خاوره کې د مداخلې او په صفري نقطه کې د تاسیساتو د جوړولو جواز ورکړی، د ګډ حکومت په لومړیو کې لاسلیک شوی دی.

کابل نیوز دا تړون تر لاسه کړی او د دې تړون دوه مادې يې خپرې کړې دي، چې پکې د دواړو لوریو له خوا پر ډېورنډ کرښه د تاسیساتو د جوړولو هوکړه شوې ده.SOP-se

د دې تړون شلمه ماده کې راغلي:

«۲۰مه ماده: نوي تاسیسات: د ساحوي همغږۍ په محل کې د نویو پوستو جوړول او دفاعی تاسیساتو پراخول د واردمخه اطلاع او دواړو خواوو د همغږۍ پر اساس ترسره کیږي.»

د تړون ورپسې ماده هم د همدې تاسیساتو په اړه څرګندونې لري:

« ۲۱مه ماده: د شته تاسیساتو بیا رغونه او پراختیا: دغه عملیه د یوې اوونۍ وړاندې اطلاع په صورت کې ددواو خواوو ترمنځ صورت نیسي. کله، چې دا عملیه د حفاظت او ګډو ګټو په برخه کې وي، مخالفت نه ورسره کیږي، خو بیا رغونه او توسعه باید د دواړو خواوو جغرافیوي حاکمیت نقض نه کړي.»

په پکتیکا، پکتیا، کندهار او په دې وروستیو کې په ننګرهار کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د تاسیساتو د جوړولو لړۍ او پر وړاندې يې غبرګونونو ولس ډېورنډ ته متوجه کړ.

د تورخم د جګړې پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سلاکار سرتاج عزیز وویل چې دوی پخپله خاوره کې تاسیسات کوي او پخپله خاوره کې د چا اجازې ته اړ نه دی.

وړاندې تر دې د پوهنې پخواني وزیر او د اشرف غني اوسني ارشد مشاور فاروق وردګ هم رسنیو ته ومنله چې هېواد پر پاکستان پلورل شوی او د ده په خبره اویا میلونه ډالر د همدې تړون کوونکو ته ور کړل شوي دي.

تر اوسه دولتي سرچينو د دې تړون او د خپرو شویو مادو په اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې اسلام اباد ته د حکمت کرزي پر مشرۍ تللي پلاوي ومنله چې پر ډېورنډ تاسیسات د یو تړون له مخې کېږي او دا هوکړه پخوا له پاکستاني چارواکو سره شوې ده.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Shakirullah
میلمه
Shakirullah

دوطن پالنہ اوس مشکل دہ کہ دطالب لخوا وی یادگوڈاگی حکومت لخوا اوس حکومت اوطالب تہ پہ کار دہ سی گران وطن دی دپاکستان 5صوبہ جوڑہ کڑی کہ نور سہ نہ وی کم سی کم ولس خوبہ لژ پہ ارام باندسی جنازی خوبہ کمی سی وینہ تویونہ خوبہ بندہ سی دوطن پہ نامہ اوداسلام پہ نامہ مرگونہ بہ ختم سی داخبری دزڑگی لہ دردہ لیکم دولس بیچارہ لہ جزباتو سرہ ملنڈی وہی لژ دخدای سخہ شرم وکی لہ دزوریدلی ولس سخہ حیا وکی

mohammad ehsan
میلمه
mohammad ehsan

هغه وخت به کله وی چې د ټولو افغانانو له خوا په یوه آواز غږ وشې چې :د افغانستان د خاورې ددفاع په خآطر ټول راپاڅېږۍ او الله اکبر !!!

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

شاکر الله جان وروره ستاسی وړاندیز ( د پاکستان مسلمانانو سره یو هیواد جوړیدل ) زړه درد نه بلکه زړه پوری او تر ډیری کچی معقول او د مسلمانانو په ګټه دی، مګر دا چه لمړی د دواړو هیوادو غلام ، فاسد او ناوړه چاروکی لیری شی ، نوی خپلواک ، متقی او کارپوه چارواکی رامنځته او بیا د دواړو هیوادو یوځای کیدنه نه یواځی ګناه نه ده بلکه ثواب لری، ثواب یی په دی خاطر هم نه چه مونږ ته به د اوس پرتله کور، کالی ډوډی او یا مناسبه او په وخت درملنه تر لاسه بلکه کفری او… نور لوستل »