شعـــــرونه

غزل: فضل الرحيم بلال

فضل الرحيم بلال

خیال ته ستاپریادراځي بې واره شاعري
چي لیکم ستاپرحسن ترسهاره شاعري

زه دي یودبل په ژبه ستایم نه جانانه
له کیف دالهام اخلم ستادپاره شاعري

چاراته پرلاره دالهام شیندل ګلونه
یوچاته نذرانه مي کړه څوواره شاعري

تشي خبري چي کړي لاره دمنترخپله
دتېغ غوندي اثرشي دچالاره شاعري

په تاردخیال کي پیودم څولفظونه رنګينه
لذت لري چي څوک کړي ښه خماره شاعري

شاعردی چي یی زړه دچادلمس په حب اوبه شي
مشکله ده بلاله بې له یاره شاعري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x