سپڅلې میلمنه

 

سيد منتظر شاه هاشمي

هغه خو روح مینځي، وجدان سپیڅلی ساتي او په بشري ژوند کې د عدل او انصاف زیری خوروي، هغه چې انساني علم ته هوساینه، په ځان باور، زړه ورتیا او د اخروي ښیګڼو تر څنګ ټولنیز ژوند ور زده کوي. هغه ستره، سپيڅلې او پرتمینه میلمنه روژه ده چې په نیولو او پاللو سره یې انساني اروا ارام مومي.

لویه خدایا!

لکه څنګه چې ستا میلمانه خوښیږي او د بدرګې له پاره ورسره د پراخه برکتونو ملتیا کوی. همداسې مې در واخله. زه د خپلو ټولو ماتو سره سره ستا ددې ځانګړنې کړنلاری یم،  میلمه پال یم، میلمه پالنه مې په خټه کې اخښل شوې ده او ستا رضا راته له هرڅه مقدمه ده. زما ستره څښتنه، لکه څنګه چې ستا میلمانه خوښیږي ما هم همداسې در وبوله.

زما هستوونکیه!

ستا میلمنه، کلیو، بانډو او ښارونو ته راغله، درنه، بختوره او آغلې میلمنه. زما بورې میندې، بې وروره خویندې او تنکۍ کونډې ناوې یې هرکلي ته د ړنګو کلیو تر دیوالونو او سوزیدلو ګودرونو تر درشله راووتې. هر څوک ورته ډالۍ لري، چا د راتلوونکي اختر له پاره بچی، چا ورور او چا د ژوند ملګری بلهار کړی دي. دوي هر یو خپله د بنده ګۍ وسه کړې ده.

بیشکه چې تا هم د خپلې میلمنې د پالنې له پاره رحمت، برکت او مغفرت جوړه را لیږلي دي. ستا د نیکمرغه میلمنې له برکته مو شپه لکه ورځ په سر اخیستې ده، د یورانیمو په رڼا او د باروتو په لوګیو کې یې پالو او نمانځو.

هره شپه د هغو نومورکو پسې ژاړو چې د یورانیمو رڼا او د باروتو غوڼدلو خوړلي دي، خو کله مو چې ستا میلمنه تر مخې شي، ستا د رضا له پاره هغه ټولې خواشینۍ شاته پریږدو او ستا نازولې میلمنې ته د شونډو په ترخو پاړونو خوږه موسکا خوره وو. زما ربه؛ په دې یوه به ته رانه نه خفه کیږې، زه تش لاسی یم، تش بانډي یم، کله موږ د پیشنمی څّه لرو او  کله نه، ماښامنۍ مو یا وچه وي او یا ډیره بیخونده، تا د خپلې میلمنې سره ډير برکتونه او نعمتونه را لیږلي دي، ډیرې پراخۍ او ډیر نعمتونه شتون لري خو ورسره دې ډیر نا انډوله خلیفه ګان را استولي د ښار خلیفه ګان، د کلي خلیفه ګان، د غرونو خلیفه ګان، د ځنګلونو خلیفه ګان، د هیواد خلیفه ګان او د میلمنې تشریفاتي ډلمشران، ټول هغه سوداګر دي چې ستا په رالیږلو نعمتونو او برکتونو یې څادر غوړولی دی، په څاو کې ورته ناست دي او یرغمل کړي یې دي.

هغوي زموږ په للمینه کلا کې ستا نعمتونه لوټلي دي، لکه څنګه چې ستا د میلمنې شان دی هغې ته مې وس نه رسيږي. که مې ستا د رالیږلې میلمنې په درناوي کې کمی یا ناغیړي کړي وي په خپل سترتوب مې وبخښه.

هو، په پای کې یوه هیله لرم، که چیرې ستا رالیږلي خلیفه ګان ستا په رضا او ستا په اراده وي نو ته ورته هدایت وکړې چې ستا نعمتونه او برکتونه خپلو مستحقینو ته وسپاري او که ستا رضا په کې نه وي نو نور یې زموږ له تریدلي ژونده در ټول کړې، څو موږ هم لکه ستا نور بنده ګان په هوسا سره ساه واخلو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د