
شعـــــرونه
کامل ژوند: سيد الهام
سيد الهام
د کوثر یخو اوبوته به زړه تش کړې
شهید یاره! جنت ته به زړه تش کړې
زما د سوي زړه فریاد سر ګردان ګرزي
ته خوښه یې فرښتو ته به زړه تش کړې
ستا ګناوې ستا د وینو سیلاب یو ووړې
ته معاف شوې ثوابوته به زړه تش کړې
دا نیمګړی ژوند خو هسي هم فاني دی
د کامل ژوند نعمتو ته به زړه تش کړې
د پتنګ غوندي په سرو اورونو ګډ شوې
د بورا غوندي غنچوته به زړه تش کړې
د زړه سره معتبره بختوره!
د فردوس و شنو درو ته به زړه تش کړې
د امي سوال دی زما الهام عاصي په اړه
د رحیم ذات رحمتو ته به زړه تش کړې
2016/06/27کويټه
په بښنې سره
د کامل ژوند
ترعنوان لاندي شعر کي
د لومړي بیت دوهم نیم بیت کي جنت (جنتو ) دی
هیله ده سم یې کړئ
د کوثر یخو اوبوته به زړه تش کړې
شهید یاره! جنتو ته به زړه تش کړې