افغانستان

راجستر افغانان دوه کاله نور په پاکستان کې پاتې کېدلای شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه ۱۳۹۵ل): د پاکستان مرکزي حکومت پریکړه کړې چې افغان مهاجرین د دوه نورو کلونو لپاره په پاکستان کې پاتې کېدلای شي.

یوه پاکستاني دولتي سرچېنې APP خبري اژانس ته ویلي چې ۱.۵ میلیونه څخه زیات راجستر افغان مهاجرین په پاکستان کې اوسیږي او دوی ته مهاجر کارتونه د نادرا (د پاکستان د تابعیت د ثبتونې دفتر) لخوا ورکړل شوي دي. دغه کارتونو اعتبار د ۲۰۱۵ز کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه ختم شو خو وروسته یې د اعتبار موده تر ۳۰جون ۲۰۱۶ پورې وغزول شوه.

یادې سرچېنې زیاته کړې چې هغه کسان چې مهاجر کارتونه لري کولای شي چې تر دوه نورو کلونو لپاره په پاکستان کې اووسیږي.

سرچېنې په باور اوسمهال په پاکستان کې تر قانوني مهاجرینو زیات ناقانونه اوسیږي او ډیری یې په جنايي او ترهګرۍ پېښو کې په لاس لرلو نېول شوي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت او ایالتي ادارو ته امر شوی چې ناقانونه افغان مهاجرین ونیسي او افغانستان ته یې ولیږي. پاکستان وايي چې د ناقانونه افغان مهاجرینو بېرته ستنېدو سره به دغه هېواد کې جنايي جرمونه او د ترهګرۍ پېښې کمې شي.

دا په داسې حال کې چې د خیبرپښتونخوا ایالت حکومت له مرکزي حکومت غوښتي چې د افغان مهاجرینو وخت نور تمدید نه کړي او نور یې له هېواده وباسي.

په عین حال کې UNHCR بیا د پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی و چې په پاکستان کې د مهاجرینو د پاتې کېدو وخت تر ۲۰۱۷ پورې تمدید کړي.

په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو او نه پاتې کېدو په اړه تر دې دمه رسما څه نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
muhammadayub

ماشاء الله معلوماتكم جيده

muhammadayub

ماشاء الله معلوماتكم جيده
دائما أنظر أخباركم وأخباركم وفق أفكاري بناء عليه أرجو أن تخبروني عن الأخبار شاكرين لكم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x