افغانستان

پولیسو ۲زره افغان مهاجرین نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه ۱۳۹۵ل): د خیبرپښتونخوا ایالت پولیسو د افغان مهاجرینو خلاف چاپو کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان نیولي دي.

ډان نیوز خبري اژانس ویلي چې پولیسو د ناقانونه افغان مهاجرینو خلاف عملیات پیل کړي او اوسمهال یې په پېښور او اړوند سیمو کې ۲زره افغان مهاجرین نیولي دي.

د پولیسو په وینا تېره میاشت کې یې ۹۵۰ مهاجرین یې په کینټ سیمه، ۳۵۰ په پېښور ښار او ۷۰۰ نور يې د پېښور په کلیوالو سیمو څخه نیولي دي.

پولیسو ویلي چې ۴۰۰ ناقانونه افغان مهاجرین یې افغانستان ته ډیپورټ یا اړولي دي.

بل لوري ته د خیبرپښتونخوا ایالت د حکومت ویاند مشتاق غني ویلي چې نور یې حکومت د ۳۰لکه افغان مهاجرینو بوج نشي زغملای.

هغه زیاته کړې چې دغه افغان مهاجرین د خیبرپښتونخوا په اقتصاد باندې بوج دی او مرکزي حکومت دې نور د مهاجرینو وخت نه تمدیدوي.

مشتاق غني په وینا که مرکزي حکومت په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د پاتې کېدو وخت تمدید کړ نو دوی به هغوی ته ووايي چې د مهاجرینو لپاره په پنجاب کې کمپونه جوړ کړي او ټول مهاجرین دې هغې خوا ته ولېږدوي.

سرچېنې په وینا د ۳۰ جون وروسته به په ایالت کې ټول مهاجرین به تر کمپونو پورې محدود وي او د ازاد ګرځېدو اجازت به ورته نه وي.

دا په داسې حال کې چې ای پي پي خبري اژانس د یوه پاکستاني چارواکي له قوله لیکلي وو چې پاکستان حکومت پریکړه کړې چې راجستر افغان مهاجرین تر دوه کلونو پورې په پاکستان کې اوسېدلای شي.

خو تر دې دمه رسما دغه خبر لا هم نه دی تایید شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x